د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معين فاریاب ولایت ته سفر وکړ

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۸ - ۹:۳۸
er

 د هېواد شمالي ولایتونو (بلخ، فاریاب، جوزجان او سرپل) د پوهنې وضعیت د ارزونې په موخه، د پوهنې وزارت ښوونې او روزنې معين الحاج مولوي سخاء الله سعید د یوه پلاوي په ګډون چې د ولایتی چارو د انسجام رئیس الحاج مولوی پاینده محمد تعليم او د ښوونې او روزنې یو شمېر سلاکارانو او کارپوهانو يی هم ملتيا کوله، فاریاب ولایت ته سفر وکړ.
پلاوی  فاریاب ولایت په رسېدلو سره، د یاد ولایت دپوهنې رئيس ، آمرينو، استادانو او ښوونکو له تود هرکلي سره مخامخ شو.
 د دواړو لورو ترمنځ په مخامخ ليدنه کې د فارياب ولايت ښوونيزوضعيت وارزول شو  او د ستونزو په له منځه وړلو کې نظرونه تبادله شول. 
دغه راز  ياد پلاوي د مخامخ ليدنو په ترڅ کې چې د مسؤلینو،ښوونکو،علماؤ او قومي مشرانو سره وشوې،
د ښوونيزو اسانتياوو او خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د دغه وزارت پر پلانونو ټينګار وکړ او له هغوى يې وغوښتل ترڅو له يادو پلانونو ملاتړ وکړي.
 د دې ناستې په دوام د پوهنې رئیس د دغه ولایت ښوونیز او روزنیز وضعیت ته د پوهنې وزارت د رهبرۍ له پاملرنې څخه خوښي څرګنده کړه او د پوهنې وزارت رهبرۍ ته یې د پوهنې پلانونو د تطبیق په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ. 
  د فاریاب ولایت په ګډون شمالي ولایتونو ته د ښوونې او روزنې معين د سفر موخه، د پوهنې د وضعیت ارزول او د ۱۴۰۲ کال د عملیاتي پلانونو پلي کول دي چې په پام کې ده د سفر په ترڅ کې لاندې موخې تعقيب کړي.
 ۱- د فاریاب ولایت ښوونیز او روزنیز وضعیت ته هر اړخیزه کتنه.
 2-  د پوهنې ریاستونو د بېلابېلو څانګو د ورځنیو چارو لپاره د پلانونو د څرنګوالي څارنه.
 ۳- د  پوهنې ریاست مسؤلینو په ګډون د ښار او ولسواليو د پوهنې آمرينو لپاره د روزنیز ورکشاپ جوړول.
 ۴-  په محرومو او لیرې پرتو سیمو کې د ښوونکو د ګمارنې له کړنلارې څخه څارنه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS