د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت رئیس پنجشېر ولایت ته رسمي سفر وکړ

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۳:۸
sdewre
د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکيتونو د ساتنې او مراقبت د رئیس مولوي سمیع الحق حماس په مشرۍپلاوی د یو لړ رسمي چارو ترسره کولو په موخه، پنجشېر ولایت ته ورسېد.
په پیل کې نوموړي د دغه ولایت له پوهنې رئیس مفتي حبیب الله نوري قتاده او آمرینو سره په کتنه کې د تعلیمي وضعیت په تړاو مفصل بحثونه وکړل.
د پوهنې وزارت پلاوي یاد ولایت ته د خپل سفر موخه، د ۱۴۰۳ ښوونیز کال اړوند د پوهنې بودیجې د مصرف ارزونه، د تدارکاتي پروژو، د پاتې اسنادو او حوالو، د مدارسو د نویو لارښودونو برابرول، د ښوونکو د تدریسي ساعتونو تنظیمول، د ښوونکو د پورونو د صندوق پرانیستل، د کار او املاکو په برخه کې د بیارغونې او ساختماني پروژو وضعیت له نږدې څېړل وبلل او د پوهنې پروژو په پلي کولو کې یې د بودیجې په لګښت کې پر روڼتیا ټینګار وکړ.
له بلې خوا د پنجشېر پوهنې رئیس د پوهنې وزارت پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال، د تدارکاتي پروسو او پروژو پلي کولو په بهیر کې د بشپړې روڼتیا ډاډ ورکړ.
د يو بل خبر له مخې؛ ياد پلاوي د پنجشېر ولايت د پوهنې رياست مسئولينو سره په ګډه د دغه ولايت د خاور، قابضان او آبداره ديني مدارسو د ښوونيز او اعاشوي وضعيت د څارنې ترڅنګ، له مسئولينو سره هم له نږدې وکتل.
له بلې خوا د همدغو مدارسو مسئولینو یاد ولايت ته د پلاوي له ورتګ هرکلى وکړ او د هېواد د ماشومانو لپاره د ښوونيزو خدمتونو د پراختيا په برخه کې يې د پوهنې وزارت د مشرتابه له پاملرنې مننه وکړه.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۲
Background image

د هرات ولایت پوهنې ریاست لخوا، خدماتي کارکوونکو ته د خوراکي توکو کڅوړې ووېشل شوې

یو خیریه بنسټ د هرات ولایت د مرکز په شمول انجیل او گذره ولسوالیو د ښوونځیو شاوخوا ۹۴۰ تنو خدماتي کارکوونکو ته د خوراکي توکو مرستندویې کڅوړې ووېشلې، چې په یادو بستو کې اوړه، غوړي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۵۷
Background image

برگزاری مراسم اختتامیه مسابقات حسن قرائت قرآن کریم شاگردان مدارس و مکاتب شهر کابل

 مراسم پایانی مسابقات حسن قرائت قرآن عظیم الشان میان ۱۶ تن شاگردان برتر مدارس و مکاتب شهر کابل برگزار شد.
  در این مراسم با شکوه، محترم الحاج مولوی صبغت الله وصیل، معین مالی و اداری،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۴۸
Background image

مطبوعاتي بلنليک 

د کابل ولایت پوهنې ریاست له لوري د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت، د پوهنې وزارت مسٸولینو، د کابل ولایت مقام استازو، دیني علماءکرامو، معززو مېلمنو او استادانو په حضور کې، د کابل ولايت د. . .

BACK TO NEWS