د پوهنې وزارت د مالیې او حسابدارۍ رئیس غور ولایت ته رسمي سفر وکړ

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۱۲:۴
145

د افغانستان.ا.ا. عالي مقام د مشرتابه د لارښوونې په بنسټ، د پوهنې وزارت د ماليې او حسابدارۍ رئیس مولوي صدرالدین سعد په مشرۍ پلاوی، د یو لړ رسمي چارو د ترسره کولو په موخه غور ولایت ته ورسېد.

په پیل کې پلاوي د غور پوهنې ریاست مشرتابه، ولایت مرستیال والي او د علماوو شورا له رئیس سره وکتل او د یاد ولایت د دیني مدارسو لپاره یې د لیلیو پر ټاکلو تفصیلي خبرې وکړې.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د پوهنې وزارت د مالیې او حسابدارۍ رئیس د مدارسو لپاره د لیلیو چمتو کولو کړنلارې په اړه بحث او معلومات وړاندې کړل.

د غونډې ګډون والو د پوهنې وزارت له پلاوي سره د پوهنیزو چارو په اړه هراړخیزه بحث وکړ او خپل نظرونه یې له هغوی سره شریک کړل.

د غور پوهنې ریاست مشرتابه لارښوونه وکړه، تر څو د پوهنې وزارت له پلاوي سره په خپلو چارو کې همکاري وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS