د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې نوی معين معرفي شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۲ - ۱۵:۴۳
123

 د عالیقدر امیرالمؤمنین د حکم په اساس د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادتنامو پخوانی رئیس مولوي صبغت الله وصيل، د دې وزارت د سرچینو او ادارې د معين په توګه د يو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې چې د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولويحبیب الله آغا، معینانو، مرکزي رئیسانو، مسئولینو او کارکوونکو پکې ګډون درلود، معرفي او رسما يې په کار پیل وکړ. 
په دې غونډه کې د پوهنې وزارت سرپرست په خپله وينا کې د ياد وزارت نوی معين، د هېواد د پوهنې په نظام کې يو وړ او تجربه لرونکی شخص وباله او زیاته يې کړه، چې د دمسئولينو په ټاکنه کې باید د تقوا او وړتيا معيارونه په نظر کې ونيول شي. 
وروسته د افغانستان .ا.ا د چارو د ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور د هېواد په اداري نظام کې تغیر او تبديل یو اصل او هر مسئولیت يو ازمويښت وباله. ور پسې د یاد وزارت دمقام د دفتر لوی رئیس عزیز احمد ریان، د نوي ګمارل شوي معين د تقرر د حکم او ژوند ليک د لوستلو په ترڅ کې د نتايجو او شهادتنامو رياست کې د نوموړي ځینې مهمې لاسته راوړنې بیان کړې. 
د پوهنې وزارت د سرچينو او ادارې نوي معين مولوي صبغت الله وصیل، د ا.ا.ا د رهبري له باور څخه د مننې تر څنګ خپله نوې دنده مهمه او درنهوبلله او له اړوندو مسئولینو او کارمندانو څخه يې وغوښتل چې د دغه ستر مسئوليت په تر سره کولو کې ورسره مرسته وکړي. 
غونډه د ياد وزارت د ښوونې او روزنې د معين الحاج مولوي سخاء الله سعيد له لوري د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS