د پوهنې وزارت د سرپرست وزیر له لوري د قرآنکریم یو (۹) نهه کلن حافظ ته ستاینلیک ورکړل شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۳ - ۱۱:۳۵
د پوهنې وزارت د سرپرست وزیر له لوري د قرآنکریم یو (۹) نهه کلن حافظ ته ستاینلیک ورکړل شو

د پوهنې وزارت د سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا له لوري د حافظ عبدالغني تعلیم په نوم یو تن (۹) نهه کلن ماشوم ته د قرآن عظیم الشان د بشپړ حفظ د سعادت د حاصلولو په ویاړ ستاینلیک او د پوهنې نښان ورکړل شو.
حافظ القرآن عبدالغني تعلیم د الحاج مولوي پاینده محمد تعلیم زوی او د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اوسیدونکی دی، نوموړی د هېواد تر سترې فتحې وروسته د کابل ولایت اړوند په افغان دارالعلوم کې شامل او سږ کال یې د نهه کلنۍ په عمر کې د قرآن عظیم الشان د بشپړ حفظ سعادت تر لاسه کړ.
نوموړی په یوه غونډه کې چې د پوهنې وزارت سرپرست وزیر، معینانو او مرکزي رئیسانو پکې برخه درلوده، په ستاینلیک او د پوهنې وزارت په نښان ونازول شو او په راتلونکې کې ورته د لا زیاتو بریالیتوبونو دعا او هیله وشوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۳:۴
Background image

په ټول هېواد کې نوی ښوونیز کال په رسمي ډول پیل وشو

د ولایتونو د پوهنې ریاستونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې، نوی تعلیمي کال د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنې مسئولینو، د ا/سلامي ا/مارت د ولایتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۴
Background image

په سړو سیمو او ولایتونو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال په رسمي ډول پیل شو

د ملک په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال، د پوهنې وزارت محترمې رهبرۍ، لوړو پوړو چارواکو، د افغانستان ا/سلامي ا/مارت د کابینې یو شمېر غړو، مېلمنو، علماءکرامو، استادانو، ښوونکو، زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول. . .

BACK TO NEWS