د پوهنې وزارت د ساینس مرکز او د معیاري آزموینو نوي رئیسان معرفي شول

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۸ - ۱۰:۳۳
1233

په هغو مراسمو کې، چې د پوهنې وزارت د مرکزي ادارو رئیسانو، مسئولینو او یوشمېر کارکوونکو پکې برخه اخيستې وه، استاد حبيب الله خالد، د ساينس مرکز د رئیس او مولوي شمس الرحمن حماس د معیاري آزموینو د رئیس په توګه وټاکل شول.
په پيل کې د پوهنې وزارت د ښوونځیو د نصاب او مسلکي ښوونکو د پراختیا لوی رئیس مولوي اول ګل ایوبي، په اداراتو کې تغیر او بدلون د اداري چارو د لاښه والي لپاره یو مهم اصل وباله. 
نوموړي د یادو ریاستونو له کارکوونکو او کارپوهانو څخه وغوښتل، چې د اداري چارو په پرمختګ کې له نویو رئیسانو سره همکاري وکړي.
وروسته د تقنین او پالیسۍ رئیس مولوي محمد اسحق حقیقي نویو رئیسانو ته د مبارکۍ ترڅنګ، له هغوی وغوښتل، چې د اداري اصولو په رعایت او همغږۍ کې خپلې دندې پرمخ یوسي.
په پای کې د ساینس مرکز او د معیاري آزموینو رئیسانو، د دیني او عصري علومو پر ارزښت د ټینګار ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د یادو ادارو د پرمختګ په برخه کې به له هېڅ راز هڅو څخه ځان درېغ نه کړي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې استاد حبيب الله خالد د پوهنې وزارت د زده کوونکو د چارو رئیس او مولوي شمس الرحمن حماس د ياد وزارت د بدیلو زده کړو د رئیس په توګه دندې ترسره کولې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۳:۴
Background image

په ټول هېواد کې نوی ښوونیز کال په رسمي ډول پیل وشو

د ولایتونو د پوهنې ریاستونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې، نوی تعلیمي کال د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنې مسئولینو، د ا/سلامي ا/مارت د ولایتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۴
Background image

په سړو سیمو او ولایتونو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال په رسمي ډول پیل شو

د ملک په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال، د پوهنې وزارت محترمې رهبرۍ، لوړو پوړو چارواکو، د افغانستان ا/سلامي ا/مارت د کابینې یو شمېر غړو، مېلمنو، علماءکرامو، استادانو، ښوونکو، زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول. . .

BACK TO NEWS