د پوهنې وزارت د راپور ورکونې څانګو کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار دایر شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۶ - ۱۴:۴۹
لبا

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت د څارنې او ارزونې ریاست د مسئولینو له لوري د یاد وزارت د مرکزي ریاستونو د راپور ورکونې څانګو کارکوونکو لپاره، د ظرفیت لوړونې سیمینار جوړ شو.
یاد سیمینار د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.
ورپسې د پوهنې وزارت د معلوماتو او احصایې رئیس مولوي بسم الله نعماني، د مرکزي ریاستونو د راپور ورکونې څانګو د مسلکي کارکوونکو ظرفیت لوړولو په برخه کې د یاد سیمینار اغیزمنتیا ته په اشارې وویل، چې په دې سره به یاد کارکوونکي د فورمو او اسنادو پر چمتووالي سربېره د نوي الکترونیکي سیستم سره هم آشنا شي او له هغوی یې وغوښتل، ترڅو په ننني سیمینار کې له وړاندې شویو موضوعاتو څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
همدارنګه د غونډې آجنډا د یاد ریاست د کارپوه او روزونکي شرف الدین شرف له لوري د یاد سیمینار ګډون والو ته تشرېح او د روزونکو لخوا د علمي پرېزنټېشنونو په وړاندې کولو سره د سیمینار کار په رسمي توګه پیل شو.
د يادونې وړ ده، چې ياد سيمينار به سبا هم دوام وکړي او په پای کې به پر ګډون والو تصدیق پاڼې هم ووېشل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS