د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي نورستان ولایت ته رسمي سفر وکړ

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۱۱:۱۸
صثقف

د مولوي محمد نعیم عمیر په مشرۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوی د یو لړ رسمي چارو ترسره کولو په موخه نورستان ولایت ته ولاړ او د یاد ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي تاج محمد مطمئن، پوهنې مسئولینو او د ښوونیزو بنسټونو له آمرینو سره یې وکتل.

په پیل کې یاد پلاوي د خپل سفر اساسي موخې بیان کړې او له مسئولینو یې وغوښتل، چې ورځنۍ دندې د الله تعالی د رضا لپاره ترسره او خپل صورت او سیرت د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد «صلی الله علیه وسلم» په سنتو برابر کړي.

همدارنګه نوموړي په آمریتونو او ښوونځیو کې له مؤظفو مبلغینو څخه وغوښتل، تر څو هره ورځ د نیم ساعت لپاره دیني مسایل کارکوونکو ته توضېح کړي.

له بلې خوا د نورستان پوهنې رئیس ياد ولايت ته د ورغلي پلاوي له سفر څخه د هرکلي ترڅنګ، د دعوت او ارشاد ریاست د ټولو لارښوونو او پلانونو د پلي کېدو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS