د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي له خوست ولایت څخه لیدنه وکړه
د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د رئیس شیخ مولوي عبدالحی حازم په مشرۍ د یاد ریاست پلاوي د هیواد د سړو سیمو ولایتونو (لوگر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزنی، زابل او میدان وردگ) ته د سفر په لړ کې خپل کاري پروګرام (د امام مبلغ پېژندنه، د شرعي امورو څارنه، د اداري چارو کتنه او د ستونزو او شکایتونو اورېدنه) دیاد ریاست د لایحې مطابق د خوست په ولایت کې ترسر کړ.
د دعوت او ارشاد رئیس او مل پلاوي خوست ولایت ته له رسېدو سره سم د یاد ولایت د پوهنې له رئیس سره ناسته ترسره او د سفر موخې یی ورسره شریکې کړې. په ۱۴۴۴/۵/۱۳هــ.ق نیټه یی د یاد ولایت د پوهنې د رئیس په ګډون د خوست ښار د پوهنې له آمر، د ولسوالیو د پوهنې له آمرینو، دڅارنې له آمرینو او غړیو، د ذکورو او اناثو د ښوونځیو له آمرینو، علماء کرامو او د پوهنې ریاست اړوندو کار کوونکو سره خپل کاري پروګرام د یوې غونډې په ترڅ کې شریک کړ.
په یاده غونډه کې د دعوت او ارشاد رئیس شیخ مولوي عبدالحی (حازم) د خپل سفر موخې په لاندې ډول د غونډې له ګډون والو سره شریکې کړې:
۱ – د نصاب او د قرآن کریم د ژباړې په اړه لازمې سپارښتنې کول.
۲ – د فرامینو او قوانینو ارزونه.
۳ – د شرعي امورو څارنه او کتنه.
۴ – د امام مبلغ پېژندنه.
۵ – د اداري چارو څارنه او کتنه.
۶ – د ستونزو او شکایتونو اورېدنه.
د پورتنیو موخو د شریکولو تر څنګ د دعوت او ارشاد رئیس زیاته کړه، چې په اداراتو کې ګمارنه باید د تقوا او مسلکیتوب په نظر کې نیولو سره ترسره شي، د آمرینو له اوامرو څخه اطاعت وشي، ټول کار کوونکي باید خپلو مسئولیتونو ته ملتزم او پابند وي، نارینه کارکوونکي باید په جماعت سره لمونځونه ادا کړي، ښځینه کار کوونکي او مراجعین باید شرعی حجاب مراعات کړي، د ولایت امام مبلغ باید د پوهنې ریاست ټولو کار کوونکو ته د دعوت او ارشاد ریاست ځانګړی نصاب او د قرآن کریم ترجمه د اونۍ په اوږدو کې هره ورځ ترسره کړي، له رشوت، اختلاس، بد اخلاقي او د نورو غیر شرعي اعمالو له ارتکاب څخه ډډه وشي، له بیت المال سره ډېر احتیاط وشي.
د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د یاد ولایت د پوهنې ریاست، د پوهنې ښاری آمریت او یو شمېر مرکزي ښوونځیو څخه د ستونزو او شکایاتو د اورېدنې، اداري چارو د کتنې او د زده کوونکو د علمي سویې د ارزونې په موخه لیدنه ترسره کړه، دکار کوونکو، مراجعینو او زده کوونکو ستونزې او شکایات یی واورېدل او له اړونده مسئولینو سره یې شریک شول.
