د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د غزني ولایت له پوهنې مسوولینو سره وکتل
د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مرستیال محترم مولوي بسمالله حسان چې غزني ولایت ته یې سفر کړی، د دعوت او ارشاد برنامو د پلي کېدو د څرنګوالي ارزونې په موخه، د یاد ولایت د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني او کارکوونکو سره ناسته ترسره کړه.
په ياده ناسته کې پلاوي د پوهنې مسوولینو، کارکوونکو او ښوونکو رول د ځوان نسل په سالمې روزنې، د اسلامي ارزښتونو په ټینګښت او د اخلاقي اصولو په پیاوړتیا کې مهم وباله او د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د نصاب پر بشپړ تطبیق، د زدهکوونکو او د ښوونیزو بنسټونو د پرسونل د علمي کچې پر لوړولو او د روزنیزو پروګرامونو پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.
په ورته مهال، د ياد ولایت پوهنې رئیس د دعوت او ارشاد پروګرامونه د زدهکوونکو د اصلاح او روزنې په برخه کې اغېزمن وبلل او د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له همکارۍ او لارښوونو څخه یې مننه وکړه.
