د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۵:۴
طظط

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه، تېره اوونۍ د دعوت اوا رشاد ریاست مسئولینو د کابل ښار د څلورمي ناحیي اړوند۳ بابه خصوصي ښونیزو مرکزونو له مدیرانو سره لیدنې وکړي، چې د یادو لیدنو په ترڅ کې د پوهنې وزارت د دعوت اوارشاد ریاست له ټاکل شوي نصاب څخه څارنه ترسره او مسئولینو ته د دعوت او ارشاد ریاست د نصاب د تدریس په هکله لازمي سپارښتني وشوي.

همداراز د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري، تېره اوونۍ د یاد وزارت له کارکوونکو څخه «د جهاد او معاملاتو په برخه کې» ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د پوهنې وزارت په جومات کې ترسره او د همدغې اوونۍ په چهار شنبې ورځ پای ته ورسېدله.

د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو وویل چې له یادې ازموینې څخه یې اساسي موخه د اوامرو اطاعت، ديني چارو ته د کارکوونکو هڅول، د الهي قوانینو پلي کول او په دیني برخه کې د منسوبینو ارزول دي؛ ترڅو په فکري او عقیدتي برخو کې د پوهنې کارکوونکو معلومات لاپسې بډايه او هغوی خپلو اساسي موخو ته متوجې شي.

د دعوت او ارشاد رياست چارواکو چې د ازمویني له بهير څخه یې څارنه کوله، له کارکوونکو څخه د جماعت، عقیدتي او ديني درسونو ته د حاضرېدو او له اسلامي شريعت سره سم د خپل سیرت او صورت جوړولو له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د دغې آزمویني پايلي به په نږدې راتلونکي کې اعلان او ممتازه کسانو ته به ستاینلیکونه او ډالۍ هم ورکړل شي.

د یادوني وړ ده، چې دغه ازموینې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د پوهني وزارت له کارکونکو څخه اخیستل کېږي، چې دغه لړۍ به نورو ریاستونو ته هم وغځېږي او له اړوندو کارکوونکو څخه به ورته ازموینه واخیستل شي.

همداراز د پوهني وزارت د مرکزي هستې ټولو کارکوونکو ته د دیني درسونو لړۍ هم په نورمال ډول روانه وه.

په ورته مهال د ولایتونو له پوهنې ریاستونو او د کابل ښار پوهنې ریاست څخه ترلاسه شوي راپورونه ښيي چې؛

په تېره اوونۍ کې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم، د ښوونیزو مرکزونو منسوبینو ته د دعوت او ارشاد درسونو دوام درلود؛ لکه د پخوا په څېر، په مرکزي هسته کې د یو شمېر ریاستونو د کارکوونکو وضعیت له نږدې وارزول شو او هغوی ته اړینې سپارښتنې وشوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهنې لپاره د ځمکې وقف کولو په لړۍ کې، دا ځل په لغمان ولایت کې ۵ بسوې ځمکه اهداء شوه

د لغمان ولایت فراشغان ولسوالۍ اړوند د نیل‌خان لومړني ښوونځي لپاره، د یادې سیمې اوسېدونکي محترم امرالدین لخوا پنځه بسوې ځمکه چې ارزښت یې شاوخوا ۵۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، وقف شوه.
د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۳
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غلمین لېسې نوې ودانۍ، چې څه موده وړاندې د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار په اړونده سیمه کې د خلکو او د ښوونځي د تعلیمي شورا لخوا یې جوړول پیل شوي وو، اوسمهال بشپړه او د یاد  ولایت پوهنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۸
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا غړو ته ۱۸سېټه ټبلیټونه ووېشل شول

 د بامیان ولایت پوهنې ریاست د یو همکار بنسټ له لوري د ۲۳۶ زره او ۲۳۷ افغانیو په ارزښت ۱۸ سېټه ټبلیټونه ترلاسه کړل او د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو ته یې وسپارل.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS