د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"
تېره اوونۍ د پوهنې وزارت امر بالمعروف او نهی عن المنکر په تنفیذ کمېټه کې په یو لړ مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحث وشو.
په ورته مهال د دعوت او ارشاد رياست مسٸولينو لخوا د مرکزي هستې ټولو منسوبينو ته د قرآن کريم د تفسير درسونه هم پيل شول٠
همدارنګه د دعوت او ارشاد رياست رهبرۍ او د کار کوونکو چارو لوى رئیس ترمنځ د کارکوونکو چارو، ساينس مرکز او د کابل ښار پوهنې رياستونو منسوبينو لپاره یو ورځني اصلاحي او روزنیز سیمینار دایرولو په هکله تصمیم ونیول شو.
د یادونې وړ ده چې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د ولایتي سفرونو په دوام پنجشېر ولایت ته د امام مبلغ معرفي کولو، د کارکوونکو له صورت او سیرت او د دعوت او ارشاد د نصاب له تدریس څخه د څارنې په موخه سفر ترسره شو.
