د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د کاپیسا ولایت له پوهنې ریاست څخه لیدنه وکړه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۵:۱۹
یقبلیب

د پوهنې محترم وزارت دعوت او ارشاد ریاست د مرستیال محترم مولوي بسم‌الله حسان په مشرۍ پلاوي، کاپیسا ولایت ته د خپل رسمي سفر پرمهال، د یاد ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمدفرید حقاني، د تدریسي چارو مرستیال الحاج استادخان‌آقا هارون، د کیفیت تضمین آمر، د ولسوالیو پوهنې آمرینو، عمومي مدیرانو او د یاد ریاست کارکوونکو سره وکتل.
لومړی د کاپیسا ولایت پوهنې رئیس له لوري ورغلي پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ، د دعوت او ارشاد ریاست د درسي حلقو د ارزښت یادونه وکړه او ویې ویل چې، د یادو درسونو زده‌کړه د ټولنې لپاره یوه جدي اړتیا ده.
ورپسې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مرستیال د اېمان پر پیاوړتیا او د الهي لارښوونو پر عملي کولو هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته کړه چې، د علم لاسته راوړل او د الهي ارشاداتو پلي کول هغه لارې دي، چې انسان کمال او بریا ته رسوي او پرته له علمه پرمختګ ناشونی دی.
په ورته مهال نورو مسئولینو هم د الهي ارشاداتو د زده‌کړې پر اړتیا ټینګار وکړ او اغېزمنې خبرې یې ګډون‌والو ته وړاندې کړې.
د یادونې وړ ده چې یاد پلاوی به د خپل کاري سفر پرمهال، په یو شمېر آمریتونو کې د دعوت او ارشاد درسي بهیر څخه هم لیدنه وکړي.
دغه پرتمینه غونډه د مسلمه امت لپاره د ښېرازۍ او نیکو هیلو په مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې له ۴۰ زرو څخه زیاتو زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت اړوند ۲۸۹ بابه ښوونځیو د لومړي څخه تر پنځم ټولګي شاوخوا ۴۱ زره او ۸۸۰ تنو زده‌کوونکو ته، ټولټال ۲۰۹۲کڅوړې درسي مرستندویه توکي د څه کم ۱۹۳ زره ډالرو په ارزښت د یوه همکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د زابل ولایت په یوه ښوونځي کې د نویو درسي ټولګیو بنسټ کېښودل شو

د زابل ولایت شملزي ولسوالۍ مرکزي لېسې لپاره د ۷ بابه درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ، په ۱۰ جریبه وقف شوې ځمکه کې کېښودل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو

د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه «رحمه الله علیه» په نوم دیني مدرسې لپاره د ۳ کیلوواټه ظرفیت لرونکې لمریزې برېښنا سیسټم د ۴۰ زره افغانیو په لګښت فعال شو.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS