د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو «اوونیز راپور»

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۰:۲
پیسب
له شنبې۱۴۴۶/٤/۱۴ ل تر پنجشنبې ۱۴۴۶/۵/۱۹هجري قمري، (د لړم میاشتې له ۲۶مې د لیندۍ میاشتي تر (۱ ) نېټې پورې
د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو په تېره اوونۍ کې، د کابل ښار د بېلابېلو ښوونیزو ناحیو اړوند له؛ مرکز آموزشګاه علي، اکادمي زبان انګلسي من، مزمل ښونیز مرکز، ناهد خصوصي ښوونځي، بلاغت خصوصي ښووونځي او یو شمېر نورو تعلیمي بنسټونو څخه لیدنې وکړې او د هغوی تعلیمي وضیعت یې له نږدې وارزاوه.
همدارنګه د دعوت او ارشاد ریاست مبلغینو، د یادو ښوونیزو بنسټونو مسئولینو ته په یو شمېر پوهنیزو برخو کې د نیمګړتیاوو له منځه وړلو، په ورځنیو چارو کې د شرعي مسایلو پر بشپړ تطبیق او د ښوونیز کیفیت لاښه والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
له بلي خوا د یادو بنسټونو مسئولینو د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د پلاوي له ورتګ څخه خوښي څرګنده او ژمنه یې وکړه، چې د یاد ریاست د لارښوونو سره سم به خپلې ورځنۍ چارې پلې کړي.
همداراز د دعوت او ارشاد ریاست رئیس مولوي جمعه خان سروري او د امر بالمعروف نهی عن المنکر وزارت د څارنې رئیس مولوي فضل ربي د اسلامي زده کړو معینیت او اداري لوی ریاست له کارکوونکو سره وکتل او هغوی ته يې د خپلو اصلاحي ویناوو پر مهال څرګنده کړه، چې باید ټول منسوبین په بشپړ ډول پر نبوي سنتو باندې ځانونه برابرکړي.
په ورته مهال د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو د پوهنې وزارت د مرکزي هستې کارکوونکو ته د تېرې یکشنبې په ورځ اصلاحي وینا وکړه، د هغوی اداري کړنې یې وکتلې او ور څخه یې وغوښتل، تر څو خپلو مسئولیتونو او دندو ته په جدي ډول متوجې واوسي او د مراجعینو کارونه پرته له ځنډ څخه په ټاکلي وخت سرته ورسوي.
همدارنګه دعوت او ارشاد ریاست ته له کابل ښار او د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه لاس ته راغلي راپورونه ښیي چې:
په تېره اوونۍ کې له ټاکل شوي مهال وېش سره سم د تعلیمي مرکزونو اړوندو کارکوونکو ته د دیني درسونو لړۍ په نورمال ډول روانه وه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

آغاز ورکشاپ ارتقای ظرفیت برای معلمان مضمون های ساینس و ریاضیات ولایت سمنگان

ریاست معارف ولایت سمنگان به منظور بلندبردن سطح علمی و مسلکی معلمان، ورکشاپ ۶ روزه ارتقای ظرفیت های مسلکی را برای ۴۰ تن معلمین مضامین ساینسی و ریاضیات آن ولایت آغاز کرد.
محترم مولوی. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۵:۸
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د پکتیکا ولایت له پوهنې چارواکو او ښوونکو سره وکتل

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي، د پکتیکا ولایت له پوهنې مسئولینو سره د امربالمعروف او نهی عن المنکر د فعالیتونو لا پیاوړتیا په موخه ګډه غونډه وکړه.
د پوهنې وزارت د دعوت او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۵:۴
Background image

په خوست ولایت کې د څه کم ۴ مېلیونه افغانیو په لګښت تعلیمي مرکزونه ترمیم شول

د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمیع الحق حماس د معلوماتو له مخې، د روان ۱۴۰۴ لمریز کال پرمهال په سپېره ولسوالۍ کې د امام ابوحنیفه (رحمه الله) د. . .

BACK TO NEWS