د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو «اوونیز راپور»
له شنبې ۱۴۴۶/٢/١٣هجري قمري تر پنجشنبې ۱۴۴۶/٢/١٨هجري قمري، (د زمري له٢٧مې د وږي میاشتې تر لومړۍ نېټې۱۴۰۳ لمریز کال).
د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو په تېره اوونۍ کې، د کابل ښار د بېلابېلو ښوونیزو ناحیو اړوند د نخبګان افغانستان، عطارد، حارث نوري، نوی طلوع ساينس، اهداف، وينسم، آموزشګاه آسيايی، نعمان بن ثابت، المعراج نوی عامه شمال، مبارک ۲، حسن رحمتی، رحمتی۲، بحرعلم، طلوع، خورشيد، مرکز زبان های خارجی تابش فهم او حرکت خصوصي ښوونیزو بنسټونو څخه لیدنې وکړې او د یادو تعلیمي مرکزونو ښوونیز وضیعت یې وارزاوه.
همدارنګه د دعوت او ارشاد ریاست مبلغینو د یادو ښوونیزو بنسټونو مسئولینو ته په یو شمېر پوهنیزو برخو کې د نیمګړتیاوو له منځه وړلو او د ښوونیزو چارو لاښه والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
له بلي خوا د یادو بنسټونو مسئولینو د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د پلاوي له ورتګ څخه خوښي څرګنده او ژمنه یې وکړه، چې د همدغه ریاست د لارښوونو سره سم به خپلې ورځنۍ چارې تنظیم او پلې کړي.
همدارنګه د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست ته له کابل ښار او د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه لاس ته راغلي راپورونه ښیي چې:
په تېره اوونۍ کې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو له لوري د یاد وزارت د مرکزي هستې اړوندو کارکوونکو ته د دیني درسونو لړۍ په نورمال ډول روانه وه.
دغه راز په تېره اوونۍ کې هم د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست په لارښوونه، له ټاکل شوي مهالوېش سره سم هره ورځ د مرکز او ولایتونو په ښوونیزو بنسټونو کې دیني درسونو دوام درلود او د یاد ریاست د مبلغینو له لوري د هغوی درسي بهیر هم له نیږدې څارل شوی دی.
