د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد او کابل ښار پوهنې مسئولینو ترمنځ غونډه ترسره شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۵ - ۱۳:۱۲
12

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئيس مولوي جمعه خان سروري، د کابل ښار له پوهنې رئيس قاري عبدالباسط حقاني سره وکتل او د دعوت او ارشاد رياست د پلانونو او پروګرامونو پر ټاکلي وخت د پلي کېدو پر اهميت يې خبرې وکړې.

د دعوت او ارشاد رئيس څرګنده کړه: له دې امله چې ښوونه او روزنه د ماشومانو د روزنې او د هېواد په راتلونکي جوړونه کې بنسټیز نقش لري، نو له همدې امله باید د زده کوونکو د سالمې روزنې او د هغوى د پوهاوي کچې لوړولو او د دعوت او ارشاد ریاست د حکمونو او پروګرامونو د تطبیق په برخه کې، د کابل ښار د پوهنې ریاست په کچه، د ښوونیزو ساحو، ښوونځیو او ښوونیزو کورسونو په اړه باید منظم پلانونه طرح او پلي شي.

په پای کې د کابل ښار پوهنې رئیس د دعوت او ارشاد له رئیس سره په لیدنه کې خوښي څرګنده کړه او د غونډې د پرېکړو په پلي کولو کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۷
Background image

په غزني ولایت کې د ۴۰۰ تنو څخه ډېر زده‌کوونکي له خوندي تعلیمي چاپېریال څخه برخمن شول

د غزني ولایت ناور ولسوالۍ اړوند په چهارقلعه سیمه کې د «شهید محمد حسن» ښوونځي ودانۍ د ولسي مرستو په مټ د ۲ مېلیونو افغانیو په لګښت جوړه او د پوهنې مسئولینو لخوا رسماً پرانیستل شوه.
په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۳
Background image

د پوهنې محترم وزیر، په بلخ ولایت کې د ۴۰ مېلیونه افغانیو په لګښت ۳۰ ترمیماتي پروژو پرانیستې

د هېواد د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، شمالي ولایتونو ته د خپلو سفرونو په ترڅ کې، دا ځل په بلخ ولایت کې د ۳۰ بابه تعلیمي مرکزونو بیارغونې پروژې چې پکې د ښوونځیو ودانۍ، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۵۹
Background image

په جوزجان ولایت کې څو ترمیماتي پروژې پرانیستل شوې

په هغو مراسمو کې چې د پورته ذکر شویو پروژو د پرانيستې په موخه جوړ شوي وو، پکې د جوزجان ولایت والي محترم الحاج قاري گل حيدر شفق، پوهنې مسئولينو، د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت معين. . .

BACK TO NEWS