د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس له بي بي عایشه صدیقه(رض) دارالعلوم څخه لیدنه وکړه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۳ - ۱۵:۱۱
123

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د دارالعلومونو رئيس مولوي عبدالقدوس قدوسي، په داسې حال کې چې د یاد معینیت یو شمېر کارپوهانو یې ملتیا کوله، د کابل ښار په پنځمه ناحيه کې له بي بي عايشه صديقه (رض)دارالعلوم څخه ليدنه وکړه. 
د ياد پلاوي په وينا، د لیدنې موخه یې د ياد دارالعلوم تدريسي، اداري او امنيتي وضعيت ارزونه وه او په جلا جلا توګه د يادې ادارې له مسئولينو او زده کوونکو سره، د پلانونو، درسي پروګرامونو او د هغوی د شته ستونزو په هکله خبرې وې.
په پیل کې پلاوي له مخکینۍ اجنډا سره سم، د یادې ادارې له آمر، ښوونکو او زده کوونکو او وروسته یې، د زده کوونکو له والدینو، مخورو او د هغه ځای له وکیلانو سره وکتل او د علاقې وړ موضوعاتو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
په ورته مهال، د یاد دارالعلوم استادانو او زده کوونکو یادې ادارې ته د پلاوي په ورتګ خوښي څرګنده کړه او خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې اداري پلاوي ته وړاندې کړل.
په پای کې د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس مسئولینو ته، د یاد دارالعلوم د ښوونیز بهیرد لاښه والي په موخه یو شمېرلارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS