د پوهنې وزارت د تشکيلاتو رئيس، سرپل ولايت ته په يوه رسمي سفر ولاړ

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۵ - ۹:۴۰
123

 د پوهنې وزارت د تشکيلاتو رئيس مفتي عبدالحليم حليمي په مشرۍ يو پلاوى، د ديني مدارسو د اداري او تدريسي چارو د څارنې او د يادو بنسټونو نويو بستونو ته د وړ کادرونو ګمارنې په موخه، سرپل ولايت ته سفر وکړ.
 په پيل کې د پوهنې وزارت د تشکيلاتو رئيس، د ياد ولايت له پوهنې رئیس، د مرکز او ولسوالیو پوهنې آمرينو، مدېرانو، علماوو او د اسلامي زده کړو بنسټونو له مسئولینو سره وکتل.
  په دې کتنه کې نوموړي ياد ولایت ته د خپل سفر موخې د غونډې ګډون والو ته تشرېح کړې.
 ورپسې يې له اړوندو مسئولينو سره د پوهنې رياست د نوي تشکيلاتي جوړښت د تطبيق په اړه خبرې وکړې.
 دغه راز د پوهنې وزارت د تشکيلاتو رئیس، د پوهنې ریاست له مشرتابه او مسئولینو څخه وغوښتل، چې د نوي تشکيلاتي جوړښت په پلي کولو کې د کارکوونکو وړتيا، تجربې او تقوی په پام کې ونيسي او په پرله پسې توګه په اړوندو بستونو کې له ګمارنې څخه څارنه وکړي. 
 ورپسې د سرپل ولایت پوهنې رئیس، د ياد ریاست یو لړ ستونزې او وړاندیزونه له پلاوي سره شریک کړل او د یادو ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۳۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونځیو مدیرانو او سرښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ ترسره شو

د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ سره «د اغېزمنې ښوونې او روزنې وده» تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ، د ننګرهار ولایت خوږیاڼولسوالۍ اړوندو ښوونځیو ۸۰ تنو مدیرانو او سرښوونکو لپاره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۸
Background image

د بدخشان ولایت یمګان ولسوالۍ اړوند پوهنې آمریت ودانۍ د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت جوړه او په رسمي ډول پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د یمګان ولسوالۍ پوهنې آمریت ودانۍ جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې د یادې ولسوالۍ پوهنې کارکوونکو او د ښوونځیو د تعلیمي پرسونل په مالي مرسته پیل شوې وې، اوس د مسئولینو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۵
Background image

په غزني ولایت کې د یو باب ښوونځي د احاطوي دېوال جوړولو چارې پیل شوې

د غزني ولایت مرکز اړوند «د شهدای آرزو» ښوونځي احاطوي دېوال جوړولو چارې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شوې.
یاده پروژه شاوخوا په یو جریب ځمکه کې پلې کېږي او لګښت یې نږدې یو میلیون. . .

BACK TO NEWS