د پوهنې وزارت د تدارکاتو نوی رئیس معرفي شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۱:۴
dsf

د پوهنې وزارت دمقام د دفتر لوی رئیس الحاج مولوي شهاب الدین ثاقب له لوري، مولوي عبدالوکیل د تدارکاتو رياست د نوي رئیس په توګه د یاد ریاست کارکوونکو او منسوبینو ته ور وپېژندل شو او رسماً یې خپله دنده پیل کړه. په پیل کې د پوهنې وزارت دمقام د دفتر لوی رئیس، په ادارو کې د مسئولينو او کارکوونکو د تبدیل او ګمارنې اداري اصولو ته په اشارې سره څرګنده کړه: په ادارو کې تبدیلي او تقرري یو اصل دی او دغه بدلونونه د چارو د لاښه والي او پرمختګ په موخه رامنځته کېږي. په ورته مهال نوموړي د تدارکاتو د پخواني رئیس له کړنو او فعالیتونو هم ستاینه وکړه. ورپسې د تدارکاتو نوي رئیس د افغانستان.ا.ا. عالي مقام او پوهنې وزارت د رهبرۍ له باور څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې په ټول توان سره به په خپلو ورځنیو چارو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۲:۴۰
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

پوهنې وزارت، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۴ مالي کال د خدماتو ریاست لپاره ۱۴۰ قلمه وسایلو او تجهیزاتو تهیه کولو او پېرودلو پروژې لپاره د داوطلبۍ په پروسه کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

پوهنې وزارت، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۴ مالي کال د نتایجو او شهادتنامو ریاست د ښوونیزو پایلو آرشیف کولو لپاره د ۲۰۰ پایو فلزي الماریو تهیه کولو او پېرودلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۵۹
Background image

فاریاب ولایت کې د ۱۶ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت، د یو باب ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

د فاریاب ولایت دولت آباد ولسوالۍ اړوند د جوق‌ها لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د جوړولو پروژه یې څه موده وړاندې د یوې همکارې ادارې په ملاتړ، د ۱۶.۸ مېلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې وه،. . .

BACK TO NEWS