د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست نوی رئیس په رسمي ډول معرفي شو
د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست نوی رئیس مولوي فیض محمد آغا د یاد وزارت د کیفیت د تضمین د معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق له لوري د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد ریاست آمرینو، مدیرانو او کارمندانو ته ور وپېژندل شو.
غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، وروسته د پوهنې وزارت د تضمین کیفیت معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق وینا وکړه، نوموړي د تدارکاتو ریاست د پوهنې وزارت یو کلیدي ارګان او مولوي فیض محمد آغا د یاد ریاست د چارو د سنبالولو لپاره یو وړ او مناسب شخص وباله او نوموړي ته یې د الله تعالی له درباره د توفیق او نصرت غوښتنه وکړه.
وروسته د تدارکاتو نوي رئیس وینا وکړه، نوموړي په خپله وینا کې د پوهنې وزارت د مشرتابه له اعتماد څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې په پوره تعهد او ژمنتیا به خپله دنده پر مخ بیايي او د خپلې دندې په اجراء کې به هیڅ ډول غفلت نه کوي.
