د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین د امام ابو حنیفه( رحمه الله علیه)دارالعلوم د تقویتي کوروسونو ممتاز زده کوونکي وستایل
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده، په داسې حال کې چې د دارالعلومونو رئیس مولوي عبدالقدوس قدوسي یې ملتیا کوله؛ د امام ابو حنیفه( رحمه الله علیه)دارالعلوم د نحوې، صرف، عربي او انګلیسي ژبو اړوندو تقویتي کورسونو د زده کوونکو د فراغت مراسمو کې ګډون وکړ.
د يادونې وړ ده، چې د ياد دارالعلوم د زده کوونکو لپاره شاوخوا درې مياشتې وړاندې د یو شمېر مضمونونو په برخه کې تقویتي کورسونه په لاره اچول شوي وو، چې په پای کې د دغو کورسونو ګډون وال د استادانو له خوا و ارزول شول او درې تنه ممتاز زده کوونکي چې په لومړي، دویم او درېیم مقامونو راغلي وو، د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین له خوا ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې.
د اسلامي زده کړو معین له دغو ښوونيزو کورسونو څخه فارغانو ته د فراغت مبارکي وويله او هغوی يې خپلو اساسي مسئوليتونو ته متوجې کړل.
