د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رئیس بادغیس ولایت ته په رسمي سفر ولاړ

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۲:۴۵
sdf

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رئیس مفتي محمد یوسف «ثاقب»، د ښوونکو د مسلکي پراختیا د پروګرامونو پلي کولو، د ښوونکو د استخدام له پروسې څخه په ځانګړي ډول د لرې پرتو سیمو د ښوونکو د ګمارلو د بهیر، د پوهنې وزارت او مرستندویه بنسټونو ترمنځ د هوکړه لیکونو د پلي کولو څخه د ډاډګیرنې په موخه، کوم چې د یاد وزارت او مرستندویه بنسټونو ترمنځ د هېواد د ښوونیز نظام د بډاینې په برخه کې لاسلیک شوي، بادغیس ولایت ته ورسېد. نوموړي په ​​هغه کتنه کې چې د بادغیس له پوهنې رئیس الحاج مولوي محب الله احسان او د یاد ریاست له کلیدي مسئولینو سره درلوده، د خپل سفر د موخو د بیانولو په ترڅ کې وویل: پوهنې وزارت د هېواد په ټولو برخو کې ښوونیز او روزنیز پراختیایي پروګرامونه په متوازن ډول پلي کوي. په یاده غونډه کې د پوهنې وزارت د پلانونو د عملي کولو په موخه، د ښوونې او روزنې معینیت، د اداري لوی ریاست، د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا، د اساسي او ثانوي زده کړو ریاستونو یو ګډ پلاوی وټاکل شو. ټاکل شوې ده چې دغه پلاوی د خپلو کاري موخو د ترلاسه کولو په برخه کې د هر اړخیزو څېړنو او ارزونو په موخه، د دغه ولایت ولسوالیو ته هم سفر وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۴
Background image

په جوزجان ولایت کې له ۴ جرېبه څخه زیاته ځمکه پوهنې ته وقف شوه

د جوزجان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وايي، د آقچې ولسوالۍ د «صافي» کورنۍ ۴ جرېبه او درې سوه متره مربع شخصي ځمکه چې ټول لګښت یې شاوخوا ۱۷۲ زره امریکایي ډالر اټکل شوی، د «عبدالغفور خان صافي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۰
Background image

داوطلبۍ اعلان

د کابل ښار پوهنې رياست د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره ۳۹ قلمه غير مطبوع قرطاسيه‌توکو او د پرنټر ټونرونو ته اړتیا لري.
هغه لوژستيکي-سوداګریز شرکتونه او پلورنځي چې د ياد قرارداد ترلاسه کولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۱:۳
Background image

په کندهار ولایت کې د ۱۴ بابه مدارسو او ښوونځیو د ترمیم پروژې پیل شوې

د کندهار ولایت پوهنې ریاست د ښوونیز او روزنیز بهیر لا ښه‌والي او بنسټیزو آسانتیاوو برابرولو په موخه، د ۱۴ بابه تعلیمي مرکزونو ترمیم چارې د ۷ مېلیونه او ۵۹۰ زره افغانیو په لګښت، د ۱۴۰۴. . .

BACK TO NEWS