د پوهنې وزارت او افغان پسټ ا.مارتي شرکت ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۵:۹
5548

د پوهنې وزارت او افغان پسټ ا.مارتي شرکت ترمنځ، د یاد وزارت د منسوبینو، زده کوونکو او مراجعینو لپاره د شهادتنامو او نورو مهمو تحصیلي اسنادو لاسرسي په برخه کې د لا زیاتو آسانتیاوو برابرولو په موخه، د دوه اړخیزو همکاریو هوکره لیک بیاځلې تمدید او لاسلیک شو.

ياد هوکړه لیک د پوهنې وزارت له لوري د سرچينو او ادارې د معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل او د افغان پسټ ا.مارتي شرکت له لوري د یاد شرکت د رئیس مولوي رحمت الله مکي له خوا لاسليک شو.

د افغان پسټ شرکت رئیس د هوکړه لیک د محتوا په اړه ګډون والو ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، د دغه هوکړه لیک پر بنسټ افغان پسټ شرکت ژمن دی، چې د ښوونځیو فارغانو ته د شهادتنامو او د پوهنې وزارت نورو مراجعینو ته په مرکز او اړوندو ولایتونو کې د اړتیا وړ اسنادو ته د لاسرسي آسانتیا برابره کړي.

ورپسې د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین له پوهنې سره د یاد شرکت د همکاریو قدرداني وکړه او له هغوی یې مننه وکړه.

همدارنګه نوموړي له مسئولینو وغوښتل، چې فارغارنو ته دې لازیاتې آسانتیاوې برابرې کړي، تر څو د هغوی د وخت له ضایع کېدو او سرګردانۍ څخه مخنیوی وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS