د پوهنې محترم وزیر د کندهار ولایت د مرکزي او ولایتي پوهنې چارواکو سره وکتل

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا، د یاد وزارت د تشکیلاتو د رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي او د کندهار ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي فخرالدین نقشبندي په ملتیا، د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمریتونو د پروګرامونو له مسئولینو او مسلکي پراختیا غړو سره ولیدل.
د کندهار پوهنې رئیس په خپله پرانیستونکې وینا کې وویل: "پوهنه د هر ملت د ودې او بقا بنسټ دی. موږ ټول باید د علم خپرولو لپاره په ګډه کار وکړو."
ورپسې د پوهنې محترم وزیر په خپله مفصله وینا کې ګډون والو ته څرګنده کړه: "زه د کندهار پوهنې ریاست له هڅو او همغږۍ ستاینه کوم، زده کړه زموږ د اسلامي ټولنې د اصلاحاتو او پرمختګ اساس دی، موږ باید د علم، اخلاقو او تقوا ترکیب د خپل تعلیمي نظام هدف وګرځوو، د پوهنې چارواکو هر کار باید د اجر په نیت ترسره شي، ځکه چې دا د امت راتلونکی جوړوي، له همدې امله زه ټولو چارواکو ته مشوره ورکوم چې د ښوونکو د روزنې، زده کړې، کیفیت ښه کولو او د خلکو د همکارۍ راجلبولو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړئ."
دغه راز د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس هم په خپله وینا کې وویل:"پوهنیز نظام د اداري نظم، حساب ورکولو او همغږۍ بنسټ دی. موږ هڅه کوو چې د هر ښوونکي، ښوونځي او کارکوونکي دندې او مقامونه په روښانه توګه تعریف کړو، ترڅو د کار پروسه شفافه او اغېزمنه وي."
مراسم دعائیې په تلاوت سره پای ته ورسېدل.