د پوهنې ریاست مشرتابه او د ښوونځیو مدیرانو ترمینځ ګډه کاري ناسته ترسره شوه.
پوهنې وزارت، ننګرهار ولایت کې د پوهنې ریاست مشرتابه او د ښوونځیو مدیرانو ترمینځ ګډه کار ناسته ترسره شوه، د ناستې په پېل کې پوهنې رئیس حسیب الله شینواري د ولسمشر له لورې ننګرهار ته د څلور زرو بستونو د ویش پر میکانیزم خبرې وکړې او زیاته یې کړه: ننګرهار ولایت کې د مسلکي ښوونکو کمښت یوه اساسي ستونزه ده ، چې د ( ۴۰۰۰ ) نویو بستونو په ورکولو سره به دا ستونزه تر یوه بریده حل شي.
همداراز نوموړي، د پوهنې ریاست د بیلابیلو برخو او ښوونځیو کارونه او فعالیتونه وارزول، د تدریسي او اداري پلانونو د پلي کولو په موخه یې د چارواکو ټینګه پاملرنه وغوښته.
نوموړي د ښوونځيو پر مدیرانو هم غږ وکړ چې په ښوونځیو کې د زیرمتونونو پاکول، له زده کوونکو څخه د اضافي کتابونو راټولول، د شوراګانو د ایجاد او پیاوړتیا په پار د اولسي ملاتړ راجلبول، د ښوونځیو چاپیریال پاک او زرغون ساتل، هغه څه دي چې د ښوونځیو چارواکي باید ورته پاملرنه وکړي.
په پاې کې د یو شمیر ښوونځیو مدیرانو هم خپلې ستونزې شریکې کړې، چې د پوهنې رئیس له لورې د حل او همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
