د پوهني وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس ننګرهار ولایت ته سفر وکړ
د پوهني وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس مولوي عبدالرزاق(صدیق) ننګرهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د جهادي مرکزي مدرسې د څلورنیم میاشتنيو ازموینو د پایلو د اعلان په غونډه کې ګډون وکړ. په یاده غونډه کې مرستیال والي، د ولایتي ادارو رئیسانو، د پوهني ریاست مسئولینو، د ولسوالیو دپوهنې آمرینو، د مدارسو آمرینو او استادانو حضور درلود.
په یاده غونډه کې د ننګرهار ولایت د علماوو په استازیتوب د یاد ولایت د مرکزي مدرسې مهتمم شیخ مولوي سلطان محمد ثاقب او مولوي محمد قاسم راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه، ننګرهار ولایت ته د راتګ له امله یې ورڅخه مننه وکړه او هم یې د یاد ولایت د تعلیمي بهیر په اړه معلومات وړاندې کړل. ورپسې د پوهني وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس مولوي عبدالرزاق صدیق وینا وکړه او د خپلې وینا په ترڅ کې یې وویل چې د پوهنې وزارت ژمن دی چې د یاد ولایت تعلیمي بهیر ته به وده ورکوي. نوموړي زیاته کړه چې یاد وزارت په پام کې لري چي د ننګرهار ولایت اړوندو کلیوالي مدارسو ته د استادانو رسمي بستونه ورکړي او د اوس لپاره یې له ځان سره اوه لکه(۷۰۰۰۰۰ ) افغانۍ مالي مرسته را وړې ده، چې د جوړ شوي ځانګړي طرزالعمل له مخې به مدارسو او دارالحفاظونو ته توزیع شي.
همداراز نوموړي د ولسوالیو د پوهني له آمرینو وغوښتل چې د خپلو اړوندو ولسوالیو د مدارسو او دارالحفاظونو دقیقه احصائیه را غونډه او له راغلي هیئت سره شریکه کړي ترڅو یې د تمویل په برخه کې ممکنه اجراآت ترسره شي. غونډه په لوړو نمرو بریالیو شویو زده کوونکو ته د سوغاتو په ورکولو او د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.
وروسته د دارالحفاظونو او مدارسو رئیس د ننګرهار ولایت د پوهنې له رئیس مفتي حبیب حضرت او نورو مسئولینو سره هم ولیدل او له هغوی سره یې د یاد ولایت د تعلیمي بهیر په هکله تفصیلي خبرې وکړې.
