د پوهني وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس لغمان ولایت ته سفر وکړ

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۲ - ۱۳:۲۰

 د پوهني وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس مولوي عبدالرزاق(صدیق) لغمان ولایت ته د خپل سفر پر مهال د یاد ولایت د پوهنې له رئیس، مرکزي آمرینو، د ولسوالیو د پوهنې له آمرینو، د مدارسو له استادانو او علماوو سره د یوې غونډې په ترڅ کې ولیدل.

د غونډې په پیل کې د لغمان ولایت د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه.
ورپسې د پوهنې ریاست او علماوو په استازیتوب مولوي حیات الله فرقاني، مولوي عبدالمالک، مفتي عبدالوهاب محمدي او شیخ مولوي عبدالغني ویناوې وکړې، راغلي پلاوي ته یې ښه را غلاست ووایه او د لغمان ولایت د تعلیمي بهیر په اړه یې معلومات وړاندې کړل.

وروسته د پوهنې وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس مولوي عبدالرزاق صدیق د خپلې وینا په ترڅ کې لومړی لغمان ولایت ته په خپل راتګ سره خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د پوهنې وزارت د کیفیت او کمیت له پلوه د  مدارسو پرمختګ ته زیاته پاملرنه لري، چې په دې لړ کې به په لومړي قدم کې کلیوالي مدارسو ته د استادانو رسمي بستونه ورکړل شي او هم یې د پوهنې وزارت له لوري له ځان سره دولس لکه افغانۍ( ۱۲۰۰۰۰۰) افغانۍ نقدي مرسته را وړې ده، چې د ځانګړي طرزالعمل په اساس به د یاد ولایت مدارسو او دارالحفاظونو ته توزیع شي.
نوموړي د ولسوالیو د پوهنې له آمرینو څخه وغوښتل چې په پوره دقت او شفافیت سره د هرې ولسوالي د مدارسو او دارالحفاظونو احصایه را غونډه او له راغلي هیئت سره شریکه کړي ترڅو د هغوی د تمویل او ستونزو د حل په برخه کې ممکنه اجراآت ترسره شي.
همدارنګه د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس د یاد ولایت له مرکزي جهادي مدرسې څخه لیدنه وکړه، د مدرسې زدکوونکو ته یې اصلاحي وینا وکړه. دمدرسې له مسئولینو او استادانو سره یې غونډه وکړه، د هغوی وړاندېزونه یې واورېدل او له هغوی سره یې ځیني اړینې سپارښتنې شریکې کړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۳:۴
Background image

په ټول هېواد کې نوی ښوونیز کال په رسمي ډول پیل وشو

د ولایتونو د پوهنې ریاستونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې، نوی تعلیمي کال د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنې مسئولینو، د ا/سلامي ا/مارت د ولایتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۴
Background image

په سړو سیمو او ولایتونو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال په رسمي ډول پیل شو

د ملک په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال، د پوهنې وزارت محترمې رهبرۍ، لوړو پوړو چارواکو، د افغانستان ا/سلامي ا/مارت د کابینې یو شمېر غړو، مېلمنو، علماءکرامو، استادانو، ښوونکو، زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول. . .

BACK TO NEWS