د ولایتونو پوهنې کړنو ته کتنه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۴:۲۹
125

_بادغيس:


د بادغیس ولایت مرکز اړوندو ښوونځیو (د کیمیا، بیولوژي، ریاضي او فزیک مضمونونو ۴۰ تنو ښوونکو لپاره) د هغوی د تدریسي مهارتونو لاپیاوړتیا په موخه مسلکي سیمینار پیل شو.

_ دایکنډي:
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت څخه یو پلاوی د دایکنډي ولایت پوهنې ریاست کاري پلانونو د ارزونې او پلي کولو لپاره یاد ولایت ته سفر وکړ.

_پکتيکا:
د پوهنې یوې همکارې ادارې، د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست سره ددرسي موادو او تجهیزاتو ۳۹۵۶ کڅوړو مرسته وکړه.

_لغمان:
د لغمان ولایت د پوهنې ریاست مرکزي څانګې کارکوونکو لپاره د کاري وړتیاوو لوړولو په موخه، څلور ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.

_په یو بل خبر کې:
د لغمان ولایت پوهنې ریاست د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ آمریت سره په همکارۍ، د یاد ولایت د علينګار ولسوالۍ په ښوونځیو کې د ساینسي مضمونونو ښوونکو لپاره ۵ ورځنی میتودیکي سیمینار جوړ کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۲۳
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي د لغمان له یو شمېر ښوونیزو مرکزونو څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي، د لغمان ولایت مرکز مهترلام اړوند د روښان رشتوي لېسې او اخلاص قانع خصوصي ښوونځي له ښوونیز بهیر څخه څارنه وکړه.
 لومړی د پوهنې وزارت پلاوي د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۸
Background image

په پروان کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ اړوند یوې مدرسې نوې ودانۍ د علم‌پرور شخصیت حاجي عبدالجبار صدیقي په ۱۰ میلیونه افغانیو مالي مرسته، په دوو پوړونو کې جوړه او د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۶
Background image

په نورستان کې د یوه ښوونځي لپاره ازمېښتون پرانیستل شو

د پوهنې وزارت له لوري د نورستان ولایت مرکزاړوند «پرونز» منځني ښوونځي لپاره د عملي فعالیتونو په موخه یو ازمېښتون جوړ او پرانیستل شو.
د یاد ښوونځي مسوولینو او ښوونکو د ازمېښتون له جوړېدو. . .

BACK TO NEWS