د ولایتونو له ښوونیزو فعالیتونو څخه د ځینو خبرونو لنډیز

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۹:۵۶
sfdg

پکتيکا

 د پوهنې وزارت د داخلي پلټنې پلاوي په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د پوهنې ریاست د فعالیتونو څېړنې په موخه، پکتیکا ته سفر وکړ او د یاد ولایت پوهنې له رئیس او مشرتابه سره یې د لیدنې پر مهال، په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

پکتیا

د پکتيا ولايت پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد د یاد ولايت پوهنې رياست له آمرینو او مدېرانو سره وکتل او د پوهنې د ستونزو د حل په اړه يې له هغوی سره خبرې او نظرونه تبادله کړل.

 نوموړي د پوهنې عمومي وضعيت وڅېړه او له اړوندو مسئولينو يې وغوښتل، چې د ياد ولايت د پوهنې  وضعيت د ښه والي په برخه کې صادقانه ګامونه پورته کړي.

پروان

د پروان ولایت پوهنې رئیس مفتي محمد حسن حقاني او ورسره مل پلاوي، د سرخ پارساه ولسوالۍ له پوهنې مسئولینو سره وکتل او د یادې ولسوالۍ بازار ته یې د پوهنې آمریت د دفتر د انتقال په اړه له مسئولینو سره خبرې وکړې.                                                                                                                                           د یو بل خبر له مخې:

د پروان ولایت پوهنې رئیس د سرخ پارساه ولسوالۍ د نسوان سرخ، فاطمه الزهرا، ابوبکر صدیق (رضي الله عنه)، خواجه پارسا ولیعهد او عبدالرؤف حجت دارالعلوم اداري او تدریسي چارې وڅېړلې.

بغلان

د (خپلواکۍ کپ) تر نامه لاندې د بغلان ولايت پوهنې رياست د ښاري ناحیې اړوندو، ۸ ښوونځيو د کرېکټ لوبې سيالۍ، د پلخمري ښار د عالي لېسو د ۸ لوبډلو په ګډون، د یاد ولایت د پوهنې ریاست له لوري په رسمي ډول د پټۍ په پرېکولو سره پرانیستل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۵۹
Background image

د خوست ولایت د پوهنې نوی رئیس معرفي شو

د یو لړ مراسمو په ترڅ کې محترم شیخ مسلمین راشد د خوست ولایت د پوهنې نوي رئیس په توګه معرفي او خپله دنده یې پیل کړه.
په یادو مراسمو کې د پوهنې ریاست د چارواکو او کارکوونکو سربېره، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۵۹
Background image

د کابل ښار عبدالعلي مستغني لېسې اړوند ۸۰ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د ښوونځیو زده‌کوونکو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو او تدریسي موادو چمتو کولو لپاره، د کابل ښار پوهنې ریاست، د شپږمې تعلیمي حوزې اړوند عبدالعلي مستغني لېسې زده‌کوونکو لپاره (۸۰ پایې) مېزونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۵۹
Background image

د سرپل ولایت په یو باب لېسه کې د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ د شهید هاشمي لېسې زده‌کوونکو او کارکوونکو ته د څښاک پاکو اوبو برابرولو په موخه، د یو تن خیرخواه شخص لخوا د ۵۶ زره ۹۲۰ افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یو حلقه. . .

BACK TO NEWS