د کابل ښار عبدالعلي مستغني لېسې اړوند ۸۰ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۵۹
85465

د ښوونځیو زده‌کوونکو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو او تدریسي موادو چمتو کولو لپاره، د کابل ښار پوهنې ریاست، د شپږمې تعلیمي حوزې اړوند عبدالعلي مستغني لېسې زده‌کوونکو لپاره (۸۰ پایې) مېزونه او څوکۍ د موجوده موادو په کارولو سره ترمیم او د بیا کارولو لپاره چمتو کړې.
د یادونې وړ ده، چې د پوهنې ریاست له پلان سره سم به دغه پروسه د کابل ښار په نورو ښوونیزو ناحیو کې پلې شي، ترڅو ټول ښوونځي له اړینو اسانتیاوو او تجهیزاتو څخه ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۵۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

 لوګر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د لوګر ولايت مرکز اړوند «پادخواب‌شانه» کلي د شهیدانو لېسې کتابتون ته ۱۷۸ ټوکه کتابونه، ۵ مېزونه او ۲۰ څوکۍ ورکړل شوې. 
همدارنګه د سیمې د خلکو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ اړوند په الهندي خانه سیمه کې د یو باب لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په ګډون، د دیني علماءکرامو، قومي مخورو او د سیمې د خلکو په حضور کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۳
Background image

د پکتیکا ولایت په ښوونځیو کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د جذب ازموینه واخیستل شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست له ۷۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د ياد ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد وایي چې د دغې ازموینې لپاره ۱۳۰ تنو ماشومانو نوم. . .

BACK TO NEWS