د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۱:۴۳
145

بغلان

د کابل ولایت د مقام مرستیال الحاج مولوي محمد یونس مخلص< د بغلان ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد نور عزیزي سره وکتل او په یاد ولایت کې یې د ښوونیزو پروګرامونو د لاښه والي په تړاو خبرې وکړې.

د بغلان پوهنې رئيس د لوړ پوړو چارواکو له ورتګ څخه هرکلی وکړ او دا ډول لیدنې یې د پوهنې د کارکوونکو د لاهڅونې لپاره خورا مهمې وبللې.

بیا هم له یاد ولایت څخه

د بغلان ولایت د عوایدو راټولولو کمېټې، د یاد ولایت له پوهنې رئیس سره وکتل او د عوایدو په راټولولو کې یې د دغه ریاست د همکارۍ غوښتنه وکړه، چې د پوهنې ریاست له لوري ورسره د همکارۍ ژمنه وشوه.

هلمند

د هلمند ولایت د پوهنې ریاست روزونکو، د یاد ولایت د پوهنې رئیس، آمرینو او مدیرانو په حضور کې، د ۱۴۰۳ لمریز کال د پوهنې وزارت عملیاتي پلانونه ګډون والو ته تشرېح کړل او هغوی ته یې لازم توضېحات ورکړل.

بلخ

د بلخ ولايت د مقام او د اداري اصلاحاتو د کمېسيون د استازو ګډ پلاوي، د یاد ولایت د پوهنې رياست د کارکوونکو حاضري وڅارله.

دغه راز یاد پلاوي د پوهنې ریاست کړنې او دندې مثبتې وارزولې.

لغمان

د لغمان ولايت پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد، د یاد ولايت د دولت شاه ولسوالۍ د يو شمېر ښوونځيو له اداري او ښوونيزو کړنو څخه ليدنه وکړه او له مسئولينو يې وغوښتل، تر څو د درسونو د کيفيت لاښه والي او د تدريسي پلانونو په پلي کولو کې له هېڅ راز هلو ځلو درېغ ونه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS