د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه
- پکتیکا:
د پکتیکا ولایت په سروبي ولسوالۍ کې ۷۰۰ تنو بې وزلو زده کوونکو ته ۳ میاشتني ژمني ښوونیز کورسونه جوړ شو
بدخشان :
د سیمه ییزو خلکو په همکارۍ د بدخشان ولایت کشم ولسوالۍ په یوه ښوونیز مرکز کې د پاکو اوبو یو حلقه څاه کیندلو کار پیل شو، چې ډېر ژر به پرانیستل شي.
- اروزګان:
د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست پلاوي د اروزګان ولايت له پوهنې رياست مسئولينو او کارکوونکو سره په کتنه کې، له هغوى وغوښتل تر څو خپل صورت او سیرت په نبوي «صلی الله علیه وسلم» اخلاقو سمبال کړي.
