د هلمند په دوو ولسوالیو کي پر ښځینه زده کوونکو د غوړیو د ویش لړۍ پیل شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۳۸
د هلمند په دوو ولسوالیو کي پر ښځینه زده کوونکو د غوړیو د ویش لړۍ پیل شوه

د پوهنې وزارت_هلمند: د هلمند پوهنې ریاست اړوند په نادعلي او ګرشک ولسوالیو کي ښځینه زده کوونکو ته د غوړیو د ویشل لړۍ پیل شوه.
د غوړیو د ویش په مهال د هلمند پوهنې رئیس تر څنګ د نادعلي ولسوالۍ ولسوال، قومي مشرانو او د ښوونځۍ د شورا غړو ګډون درلود.
د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري وایي چي په نادعلي او ګرشک ولسوالیو کي به ۷۲۵۴ زده کوونکو ته ۶۵،۲۸۶ ټنه غوړي چي هر زده کوونکي ته په میاشت کي ۴،۵ کیلو ګرامه د (WFP) موسیسې په مرسته وویشل شي.
ښاغلي صفاري د ښوونځیو د شوراګانو غوښتنه وکړه چي په یاده پروسه کي پوره څارنه ترسره کړي هغه همداراز ټینګار وکړ چي د شورا غړي دي د ښځینه زده کوونکو په هڅولو خپل ټول توان په کار واچوي تر څو د هلکانو سره سره د انجونو کچه هم لوړه شي.
د یادوني وړ ده چي د غوړیو ویش د ښځینه زده کوونکو د کچي زیاتولو باندي مثبت اغیز درلودلی شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۱۵
Background image

په خوست کې یوې لېسې لپاره مجهزه کمپیوټرخونه تاسیس شوه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مرکزي لېسې ته د معارف دوسته هېوادوالو او علم‌پالو کسانو په مالي همکارۍ د ۲۲۱ زره او ۳۶ افغانیو په ارزښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ. . .

BACK TO NEWS