د هلمند ولایت په یو باب ښوونځي کې د یو محراب جومات بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۰:۳۷
kjh

د هلمند ولایت په بیتون عالي لېسه کې د ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت د یو محراب جومات بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسئولینو، علماءکرامو او قومي مخورو په حضور کې د دغې لېسې د منسوبینو په همکارۍ کېښودل شوه.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د هلمند ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد عوض انصاري د دغه جومات پر جوړېدو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ، د يادې لېسې له منسوبینو څخه مننه وکړه او د دغه جومات جوړېدل یې د منسوبینو او زده کونکو لپاره د الهي فرمانونو پلي کولو برخه کې اړین وبلل.
د یادونې وړ ده، چې د همدغه جومات جوړېدو چارې په راتلونکو دریو میاشتو کې بشپړې او د لمونځ کوونکو لپاره ګټې اخیستنې ته چمتو شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۵
Background image

د کابل ولایت ۳۵۰ ښوونکو ته علمي، ښوونیزه او اصلاحي برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت، د دعوت او ارشاد ریاست له لوري او د کابل ولايت پوهنې رياست په همکارۍ د ياد ولايت د موسهي، بګرامیو، خاکجبار، سروبي،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۰
Background image

په پکتیکا کې یوې مدرسې ته يو محراب جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د پکتیکا ولایت زرغون‌شهر ولسوالۍ اړوند سروریه مدرسې لپاره يو محراب جومات د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانیو مالي مرسته جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۷
Background image

په لوګر کې له ښوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې له ۲۷۴۶ تنو ښوونکو سره د ۷۴ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې، چې ټولیز ارزښت یې ۷ زره او ۶۵۹ امریکايي ډالره دی.
یاد درسي توکي د يوې همکارې ادارې. . .

BACK TO NEWS