د هلمند ولایت په ښوونځیو کې د نیالګیولګولو لړۍ پیل شوه
د پوهنې وزارت، هلمند: د نوي کال د پیلیدو په درشل کې د هلمند ولایت د پینځو ولسوالیو په ګډون د ښار په (۵۲) ښوونځیو کي د نیالګیو لګولو لړۍ پیل شوه.
د هلمند د پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري د نیالګیو لګولو پرمهال وویل: چې(۴۰۰۰)نیالګي به د پينځو ولسوالیو د ښوونځیو په ګډون، د لښکرګاه ښار په ۵۲ ښوونځیو کې ولګول شي.
ښاغلی صفاري زیاتوي چي د پسرلي په رارسیدو سره به د هر ښوونځي چاپیریال ته ځانګړې پاملرنه وشي ترڅو زده کوونکي له پاک او سمسور چاپیریال څخه ګټه پورته کړي.
د هلمند د پوهنې رئیس زیاتوي، دوی هڅه کوي، له شته امکاناتو څخه په ګټه اخیستنې سره، د منظم چاپیریال جوړونې په موخه ټولو ښوونځیو کې نیالګي ولګوي، هغه له ټولو هلمندیانو غوښتنه وکړه چې خپلو نیږدې ښوونځیو سره د نیالګیو لګولو په برخه کې مرسته وکړي.
د یادولو وړ ده، چې یاد ۴۰۰۰ نیالګي د هلمند د کرهنې او مالدارۍ ریاست له لوري د یاد ولایت د پوهنې ریاست ته ورکړل شوي څو بیلابیلو ښوونځیو کې د سمسورتیا او ښه چاپیریال جوړولو په پار ولګول شي.
