د هرات ولایت په یو ښوونځي کې د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه وکیندل شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۱:۵۲
dfgsd

د هرات ولایت کهسان ولسوالۍ اړوند اسلام‌قلعه لېسې د شورا غړو له لوري د ۸۰ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه تر کیندنې وروسته، د اوبو د یوه ټانکر په نصبولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پوهنې مسوولینو د پورته ذکر شوې لېسې د شورا غړو له دغه نېک اقدام څخه د مننې ترڅنګ وویل چې د یادې پروژې په بشپړېدو سره د پاکو او صحي اوبو کمښت ستونزه هواره شوې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۱:۴۰
Background image

د کابل ښار د ښوونځیو ۲۱۰ تنو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې غونډه پیل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست د ښوونیز کیفیت لوړولو او د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو پیاوړتیا په موخه، د ښار د بېلابېلو ښوونځیو د ۲۱۰ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنۍ غونډه پیل کړه.
. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۱:۳۵
Background image

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري ۲۰۰ پایې مېزونو او څوکۍ ترمیم شوې

د هرات ولایت پوهنې ریاست، د ښوونځیو د اړتیاوو یوې برخې پوره کولو په موخه، د هغو زړو مېزونو او څوکیو د ترمیم برنامه پیل کړې، کوم چې له کلونو راهیسې د یاد ولایت د یو شمېر ښوونځیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۳۵
Background image

پکتیکا ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو سرښوونکو لپاره مسلکي غونډه ترسره شوه

د پکتیکا ولایت جاني‌خېل ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو۱۵ تنو سرښوونکو لپاره پنځه ورځنۍ مسلکي غونډه ترسره شوه، چې موخه یې د سرښوونکو روزنه او د هغوی د کاري وړتیاوو لوړول دي.

BACK TO NEWS