د کابل ښار د ښوونځیو ۲۱۰ تنو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې غونډه پیل شوه
د کابل ښار پوهنې ریاست د ښوونیز کیفیت لوړولو او د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو پیاوړتیا په موخه، د ښار د بېلابېلو ښوونځیو د ۲۱۰ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنۍ غونډه پیل کړه.
د کابل ښار پوهنې رئیس محترم مولوي حسیب الله صاحبزاده وویل: «د ښوونکو مسلکي روزنه، د علمي تجربو شریکول او د تدریس له نوینو لارو چارو سره بلدتیا هغه مهم عوامل دي چې د تدریس کیفیت لوړوي، د ښوونیز بهیر ستونزې راکموي او د زدهکړو اغېزمنتیا پیاوړې کوي.»
په همدې موخه، د کابل ښار پوهنې ریاست د ۲۱۰ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي ظرفیت لوړونې شپږ ورځنۍ غونډه پیل کړې، ترڅو یاد ښوونکي د تدریس له نوینو میتودونو، علمي تجربو او اغېزناکو ښوونیزو لارو چارو سره لا ډېر بلد شي.
