د هرات ولایت په ښوونځیو کې زدهکوونکو ته ۱۷۰ زره ټوکه درسي کتابونه ووېشل شول
د ښوونیزو اړتیاوو پوره کولو او د درسي کتابونو د کمښت هواري په موخه، د هرات ولایت له هغو ښوونځیو څخه چې اضافي درسي کتابونه یې لرل، ۱۷۰ زره ټوکه درسي کتابونه راټول او د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو هغو ښوونځیو ته ووېشل شول، کوم چې د درسي کتابونو له کمښت سره مخ وو.
د هرات ولايت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني په دې اړه وویل چې د دغو کتابونو په وېش سره د ډېری ښوونځیو د درسي کتابونو کمښت ستونزه هواره او د لا ډېرو زدهکوونکو لپاره اړینو درسي کتابونو ته د لاسرسي زمینه برابره شوې ده.
