د هرات ولایت نه وروسته اوس د غور ولایت ښوونکو هم خپل کاري اعتصاب پاي ته ورساوه.
پوهني وزارت- کابل: د پوهني وزارت مشرتابه استازو د خپل سفر په ترڅ کي د غور ولایت ښوونکو خپل کاري اعتصاب پاي ته ورساوه.
د غور ولایت اعتصاب کوونکو ښوونکو یو شمیر استازو وعده ورکړه ترڅو د پوهني وزارت په همکاري او د زده کوونکو په ملاتړ د پاتي شویو درسونو پای ته رسولو کي به خپل ټول قوت وکاروو.
دستګیرمنیر د پوهنې وزارت ارشد مشاور د اعتصاب کوونکو ښوونکو د یو شمیر غوښتنو د پلي کیدو تر څنګ د بودیجي اختصاص،د وسایطو کرايي حواله او د سیمه ایزو معاشونو اجرا کولو او ښوونکو ته يي د مسلکي امتیازاتو د پلي کیدو خبرهم ورکړ.
د غور پوهنې رئیس ښاغلي نوري په همدي غونډه کي چي د ښوونکو د کاري اعتصاب پاي ته رسولو لپاره جوړه شوي وه ښوونکو ته پاملرنه او د ښوونې کیفیت لوړوالي خدمتونه یي د خپل کار په لمړیتوبونو کي یاد کړل.
دغه راز پوهنې وزیر ډاکټر محمد میرویس بلخي په یوه پیغام کي د نوموړو ښوونکو څخه مننه وکړه چي خپل کاري اعتصاب يي پاي ته ورساوه.
د یادوني وړ ده چي د یو شمیر ولایتونو لکه د غور ولایت او هرات ولایت د ښوونځیو ښوونکو د خپلو حقوقو او امتیازونو د ټیټوالي له امله دا څو اونۍ کاري اعتصاب کړي وه.
