د نورستان ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره د احصائیې مسلکي سیمینار پیل شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۱۳:۵۲
hgf

د پوهنې وزارت د معلوماتو او احصائیې رئیس الحاج مولوي بسم الله نعماني د نورستان ولایت د مرکز او ولسوالیو د پوهنیزو بنسټونو مسئولینو، د کیفیت تضمین آمریت کارکوونکو، مدیرانو او غړو لپاره د ارقامو او احصائیوي معلوماتو راټولولو په برخه کې د وړتیا لوړونې روزنیز سیمینار پرانیست.

د معلوماتو او احصائیې رئیس په داسې حال کې چې د نورستان ولایت پوهنې مسئولینو هم حضور درلود، د پوهنې ریاست د ۳۱۲ تنو مسئولینو، د کیفیت تضمین مدیریت کارکوونکو او د ولسوالیو پوهنې آمرینو لپار مسلکي سیمینار پیل کړ.

همدارنګه نوموړي په ادارو کې د دقیقو احصائیو پر اهمیت د ټینګار په ترڅ کې وویل: که وغواړو، چې یوه منظمه او رڼه اداره ولرو او د پوهنې بودیجې څخه په سالمه توګه ګټه پورته کړو؛ نو اړینه ده چې دقیق ارقام او احصائیې له ځان سره ولرو.

دغه راز نوموړي له ګډون والو وغوښتل، تر څو د یاد سیمینار له محتوا او د روزونکو له تجربو څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۱۲
Background image

نن په کابل کې د اسلامي.ا. له ۱۰۰ تنو م.جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شو

د اسلامي.ا. له ۱۰۰ تنو هغو مجاهدینو څخه، چې د ج.هادي فعالیتونو له امله د زده‌کړو له دوام څخه پاتې شوې وو، د سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه.
د یادې ازموینې په پرانیسته کې، د پوهنې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۱۰
Background image

له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې څو خبرونو لنډیز

ننګرهار
د ننگرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ د هدیاخېل لېسې اوبو رسولو شبکه د ۹۱۰۰ افغانیو په لګښت د سیمې اوسېدونکو او د ښوونځي کارکوونکو له خوا ترمیم شوه.

سرپل
د سرپل ولایت پوهنې ریاست له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۶
Background image

د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ د زده کوونکو ترمنځ د سپورټي سیالیو خزاني پړاو پیل شو

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست د بدني روزنې مسئولینو، د پغمان ولسوالۍ پوهنې چارواکو، د ښوونځیو ښوونکو او زده کوونکو په حضور کې د سپورټي لوبډلو ترمنځ خزاني سیالۍ پیل شوې.
د. . .

BACK TO NEWS