د نجونو د ښوونې او روزنې پالیسي معرفي شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۱۷ - ۱۸:۲
د نجونو د ښوونې او روزنې پالیسي معرفي شوه

پوهنې وزارت او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې (یونیسف) په افغانستان کې د نجونو د ښوونې او روزنې پالیسي نن چهارشنه (۱۷ مرغومی) د یوې لویې غونډې په ترڅ کې معرفي کړه.

د پالیسۍ په معرفي غونډه کې د هېواد لومړۍ مېرمنې بي بي ګل غني، د پوهنې سرپرست وزیر ډاکټر محمد میرویس بلخي، د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري، د یونیسف موسسې استازو، د ځینو هېوادونو سفیرانو او یو شمېر نورو کورنيو او بهرنيو چارواکو ګډون کړی وو.

د نجونو او مېرمنو د زده کړو پر وړاندې د خنډونو له منځه وړل، په ښوونځيو کې د نجونو او هلکانو د شمولیت کچې د تفاوت راټیټول او له ښوونځي لرې پاتې ټولو نجونو زده کوونکو ته د زده کړو د آسانتیاو برابرول د یادې پالیسۍ د جوړېدو مهمې موخې ګڼل کېږي.

د هېواد لومړۍ مېرمنې آغلې بي بي ګل غني د نجونو او مېرمنو د زده کړو پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ یادونه وکړه، چې د نجونو او مېرمنو باسواده کول د ټولنې د هوساینې سبب ګرځي او ډاډ یې ورکړ، چې حکومت د نجونو د زده کړو له پروګرامونو او پالیسیو څخه کلک ملاتړ کوي.

د پوهنې سرپرست وزیر ښاغلي ډاکټر محمد میرویس بلخي د نجونو د ښوونې او روزنې پالیسۍ جوړېدل د هغوی د زده کړو پر وړاندې د خنډونو او موانعو په له منځه وړلو او د ښوونځي عمر ټولو نجونو زده کوونکو ته د تعلیمي آسانتیاو په برابرولو کې یو ښه او ګټور فرصت بلي او له ټولو اړوندو دولتي ادارو او ملاتړو هېوادونو او موسسو غواړي، چې د پلي کېدو په برخه کې له پوهنې وزارت سره همکار و اوسي.

ښاغلي بلخي زیاته کړه، په ټول توان هڅه کوي، چې د معارف لسیزې له پای ته رسېدو وړاندې د ښوونځي عمر هېڅ ماشوم له زده کړو بې برخې پاتې نشي.

د پوهنې سرپرست وزیر د خپلو خبرو په ترڅ کې دغه راز ټینګار وکړ، چې ټولو زده کوونکو ته د متوازنو او باکیفیته زده کړو د زمینې برابرولو ترڅنګ د ښوونځيو د جوړېدو، د ښوونیز نصاب د ښه والي، د موجودو ښوونکو د ظرفیتونو د لوړاوي، د مسلکي ښوونکو د ګمارنې او یو شمېر نورو برخو کې جدي هلې ځلې روانې دي.

د ښځو چارو وزیرې مېرمن دلبر نظري د هېواد پرمختګ د ښځو له ګډون پرته ناشونی وباله او د نجونو او مېرمنو د زده کړو پر وړاندې د شته خنډونو پر له منځه وړلو جدي ټینګار وکړ. مېرمن نظري د ښځو چارو وزارت د نجونو د زده کړې پالیسۍ په پلي کولو کې د پوهنې وزارت مهم همکار وګاڼه او ژمنه یې وکړه، چې په دې برخه کې به هر اړخیزه مرسته او همکاري کوي.

په کابل کې د یونیسف موسسې مشرې مېرمن ادیل خدر، د کاناډا سفیر او د کوریا سفارت استازې په افغانستان کې د ښوونې او روزنې سیستم د ودې او پیاوړتیا په ځانګړي ډول د نجونو د زده کړې پالیسۍ په پلي کولو کې د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي په پروان کې د درېیو ولایتونو د مدارسو او دارالحفاظونو له مهتممینو سره مشورتي غونډه وکړه

د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي پروان ولایت ته د یوه ورځني سفر په ترڅ کې د پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو د مدارسو او دارالحفاظونو له مهتممینو سره مشورتي غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۵
Background image

په غزني کې د یوه ښوونځي څلور درسي ټولګي او لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د غزني ولایت مرکز اړوند شهرکهنه ښوونځي څلور ترمیم شوي درسي ټولګي او یو نوی جوړ شوی د والیبال لوبغالی، د یاد ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
دغه چارې د زده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲
Background image

په هرات کې یو شمېر ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې روزنیزه برنامه پیل شوه

د هرات ولایت د ادرسکن، کرخ، کشک کهنه، چشت شریف او اوبې ولسوالیو د ساینس او ریاضیاتو ۱۰۳ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو. . .

BACK TO NEWS