د لوګر په آبچکان کلي کې ۶۰۰ زده کوونکو ته وړیا کورسونه جوړ شوي

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۲ - ۱۳:۴۱
د لوګر په آبچکان کلي کې ۶۰۰ زده کوونکو ته وړیا کورسونه جوړ شوي

د پوهنې وزارت ـ لوګر : ـ د لوګر ولایت مرکز پل علم پورې اړونده آبچکان سیمه کې ۶۰۰ زده کوونکو ته د بیلا بیلو مضمونونو د زده کړې کورسونه جوړ شوي دي.

دا کورسونه د مصطفی خېلو په نوم د یوه ښوونیز مرکز له خوا په سعودي عربستان کې مېشت د یادې سیمې د اوسېدونکو حاجي سید نبي احمدزي او حاجي سید احسان الله اتل او ځینو نورو کلیوالو په مالي مرسته فعال شوي دي ، په دغو جوړ شویو کورسونو کې زده کوونکو ته د دیني زده کړو او عصري زده کړو ترڅنګ د نصاب درسي کتابونه تدریس کېږي څو زده کوونکي د نوي ښوونیز کال لپاره پوره چمتوالی ولري.

د لوګرد پوهنې رئیس ښاغلی سرمؤلف سید عزیز احمد هاشمي د نوموړو کورسونو د جوړولو هرکلي کوي او د زده کوونکو د پوهې د کچې په لوړولو کې یې اغېزمن ګام بولي. د پوهنې رئیس د یادو کورسونو له مالي ملاتړ کوونکو او تنظیموونکو څخه مننه او قدرداني کوي اوپر نورو شتمنو لوګریانو غږ کوي، چې د ښوونځیو زده کوونکو ته ورته کورسونه په لاره واچوي.

د یادونې وړده، چې د لوګر د پوهنې ریاست په تېرو ژمیو کې هم د ښوونځیو زده کوونکو ته د یو شمېر شتمنو لوګریانو په مالي مرسته ورته کورسونه جوړ کړي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۲:۴۵
Background image

د لوګر ولایت ښوونځیو ته د اداري او درسي وسایلو وېش پیل شو

د لوګر ولایت په ۳۹ بابه ښوونځیو کې د ۹ قلمه اداري او درسي وسایلو وېش د پوهنې وزارت په همکارۍ د یو مرستندوی بنسټ له لوري پیل شو، چې ارزښت یې شاوخوا یو میلیون او ۸۰۰ زره افغانیو ته رسېږي.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۲:۴۳
Background image

په پکتیکا ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست له ۱۰۳ تنو هغو ماشومانو څخه چې له کډوالۍ وروسته خپل هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
یاده ازموینه د پوهنې مسئولینو په حضور کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۲:۳۷
Background image

په دایکنډي ولایت کې د خلکو په مالي ملاتړ د یوه ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د دایکنډي ولایت میرامور ولسوالۍ اړوند «ده‌غوچي» منځني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د خلکو په مالي ملاتړ، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.
د یادې پروژې لومړنی لګښت له یو میلیون. . .

BACK TO NEWS