د لوګر ولایت په یو ښوونځي کې د څښاک پاکو اوبو څاه کیندلو چارې پیل شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۲:۴۵
سشی

د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ اړوند محمد جان‌خان لېسې لپاره د څښاک پاکو اوبو د یوې ژورې څاه کیندلو کارونه پیل شول.
د پوهنې ریاست مسوولین وایي: یاد څاه د یوه معارف‌پال شخص په مالي مرسته کیندل کېږي، چې ۷۰ متره ژوروالی، د اوبو ایستلو لپاره د لمریزې برېښنا شبکه، د لاسونو مینځلو ځانګړي ځایونه او د اوبو ذخیره به ولري.
ټاکل شوې ده، د دغې پروژې چارې به په دوو اوونیو کې بشپړې او شاوخوا ۲۰۰ زره افغانۍ لګښت به پرې راشي، چې په جوړېدو سره به  یې۴۰ تنه ښوونکو او ۱۸۴۵تنه زده‌کوونکو ته د څښاک صحي او پاکې اوبه برابرې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۵:۵۴
Background image

د لوګر ولایت په یو باب ښوونځي کې د ۶ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز پل‌علم ښار د شاهي کلا کلي جمهوریت لېسې لپاره د ۶ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
یاد درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو او علم‌پروره کسانو په شخصي لګښت جوړېږي، چې په کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۶:۱
Background image

د کاپیسا ولایت د پوهنې آمریتونو مسلکي او اداري غړو د ۱۵ بستونو شارت لېست شویو نوماندانو د نوملړ خپرېدو په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې آمریتونو د مسلکي او اداري غړو د بستونو ګومارنې لارښود له مخې، ټولو درنو نوماندانو ته خبر ورکول کېږي چې د کاپیسا ولایت د ښار او ولسوالیو د پوهنې آمریتونو د اعلان شویو (۱۵) مسلکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۸
Background image

په غور ولایت کې یو باب دیني مدرسې لپاره کتابتون تاسیس شو

د غور ولایت په ساغر ولسوالۍ کې د شمس‌المدارس دیني مدرسې لپاره د ۱۲۰ زره افغانیو په لګښت یو باب کتابتون جوړ شو.
دغه کتابتون د سیمې د خلکو په مالي مرسته جوړ شوی دی.
د پوهنې ریاست مسوولینو. . .

BACK TO NEWS