د لوګر ولایت په دوه بابه ښوونځیو کې د څو پروژو علمي چارې پیل شوې
د پوهنې د یوې ملاتړې ادارې په همکارۍ د یو میلیون افغانیو په ارزښت، د لوګر ولایت بره کي برک ولسوالۍ اړوند په مومند او شیخان ښوونځیو کې، د یو شمېر پروژو عملي چارې پیل شوې.
په یادو پروژو کې د احاطوي دېوالونو جوړول، د لمرېزې برېښنايي انرژۍ ښيښو نصبول، د څښاک پاکو اوبو څاګانو کیندل او نور اړین محلقات شامل دي، چې د رغولو چارې به یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د يادونې وړ ده، چې د دغو پروژو په پلي کېدو سره به د يادو ښوونځيو شاوخوا ۲ زره زده کوونکو او منسوبینو ته لازمې آسانتياوې برابرې شي.
