د لوګر د پوهنې ریاست د غونډو تالار په اړینو وسایلو سمبال شو

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۷ - ۱۰:۲۱
د لوګر د پوهنې ریاست د غونډو تالار په اړینو وسایلو سمبال شو

پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر ولایت د پوهنې ریاست د غونډو تالار د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ په اړتیا وړ وسایلو سمبال شو. 
یاد تالار د پوهنې ریاست پر بودجې په اړتیا وړ وسایلو سمبال شوی، چې د غونډو او کنفرانسونو لپاره د اړتیا وړ وسایل لري. 
نوموړی تالار په یوه وخت کې د شاوخوا ۲۵۰ کسانو د ځایولو وړتیا لري، چې له دې وروسته به د پوهنې ټولې غونډې په همدې تالار کې جوړې شي. 
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال وایي، چې یاد تالار یې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ په اړینو وسایلو سمبال کړ.
هغه زیاته کړه، چې په دغه تالار کې به د هېواد د خپلواکۍ په ویاړ په راتلونکو ورځو کې یوه لویه غونډه هم جوړه شي. 
د لوګر د پوهنې ریاست له دې مخکې د غونډو او کنفرانسونو لپاره ورته مجهز تالار نه درلود، چې اوس دا ستونزه حل شوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

لوګر ولایت کې له یتیمو او بې‌وزله زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

په لوګر ولایت کې د ۳۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو لپاره د درسي موادو مرسته ترسره شوه.
یاده مرسته د لوګر مرکز اړوند د خواجه محمد اکبر، جویک او سید حسین کمیدان ښوونځیو زده‌کوونکو ته د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۰:۱۴
Background image

د کابل ولایت پوهنې ریاست د اداري کارکوونکو لپاره روزنیز سیمینار ترسره شو

په کابل ولایت کې د «پلان جوړونې او د اداري او کاري راپورونو  ترتیب» په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار د پوهنې ریاست اداري کارکوونکو لپاره ترسره شو.
یاد سیمینار د کابل ولایت پوهنې رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۰:۱۲
Background image

د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو سپورټي سیالۍ پای ته ورسېدې

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده‌کړو ریاست د بدني روزنې او سپورټ څانګې د پلان له مخې، څو ورځې وړاندې د پغمان ولسوالۍ د ۱۲ بابه ښوونځیو د زده‌کوونکو ترمنځ د واليبال خزاني سیالۍ پیل شوې. . .

BACK TO NEWS