د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معین سره وکتل.

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۰:۵۱
یالب

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ حامد په داسې حال کې چې د یاد وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو رئیس هم حضور درلود، د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده سره وکتل.

په پیل کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین د لوړو زده کړو وزارت د پلاوي له ورتګ هرکلی وکړ او د یاد وزارت له هغو همکاریو څخه یې مننه وکړه، کوم چې په تېرو کلونو کې یې د مدارسو د فاضلانو او ط.البانو د مشترکو آزموینو اخیستلو په برخه کې کړې دي.

ورپسې دواړو لورو د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د فاضلانو او ط.البانو د آزموینو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل او له هراړخیزو بحثونو وروسته یې لازمې پرېکړې وکړې.

غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS