د لغمان له پوهنې ریاست څخه خبرونه
د لغمان ولايت د پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد او ورسره مل پلاوي په مهترلام ښار کې د حبيب الرحمن رحيمي د هلکانو او د بصرام د نجونو له لېسو څخه ليدنه وکړه.
نوموړي د ښوونځي اداري اسناد، د ښوونکو پلانونه او درسي مېتودونه وڅېړل او د درسونو د کیفیت د ښه والي په موخه یې هغوی ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د بنین او بنات او همدا شان د احسن العلوم جامعې څخه ۵۰ تنه د قرانکریم حافظان فارغ شول، چې په فارغ شویو کې ۲۶ تنه یې ښځینه زده حافظان شامل دي.
د فراغت په مراسمو کې ويناوالو فارغانو او د هغوى کورنيو ته د مبارکۍ ترڅنګ د ديني او عصري علومو پر زده کړې ټينګار وکړ او د سيمې له اوسېدونکو يې وغوښتل چې خپل اولادونه ښوونځیو او دیني مدارسو ته واستوي.
د قرغیو ولسوالۍ د پوهنې آمریت د تعلیمي څارنې غړو د سیمه ییزو او چټکو زده کړو د یو شمېر ښوونځیو او ټولګیو له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه او د یادې موسسې ښوونکو ته یې د چارو د لا ښه والي په موخه لارښوونې وکړې.
د الینګار ولسوالۍ د پوهنې ریاست د تعلیمي څارنې غړو د کوتلی د هلکانو او سراج اسلام د نجونو ښوونځیو له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه او د شته ستونزو د حل په موخه یې د یادو ښوونځیو مدیرانو او ښوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د مهترلام ښار د پوهنې آمر مولوي عبدالمتین مبشر د دغه آمریت د تعلیمي څارنې له غړو سره په ګډه د د تجربوي ښوونځي ښوونکو لپاره روزنیز سیمینار جوړ کړ او هغوی ته یې د نویو مېتودونو او نمونې درسونو د وړاندې کولو په برخو کې روزنه ورکړه.
