د لغمان د زده کوونکو ترمنځ ذهني سيالۍ ترسره شوې

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۷/۱۳ - ۱۱:۵۱
د لغمان د زده کوونکو ترمنځ ذهني سيالۍ ترسره شوې

د پوهنې وزارت_لغمان: د ماشومانو نړيوال کنوانسيون ديرشمې کاليزې په وياړ د لغمان ولايت د پوهنې رياست اړوند ښوونځيو ترمنځ سيالۍ په لاره واچول شوه.
یاده سیالۍ دلغمان ولایت د مرکز او ولسواليو د ۷۸ تنو د ابتدايه،متوسطه او ليسې دورې زده کوونکو ترمنځ په لاره واچول شوه .
د سیالۍ په پیل کې د پوهنې رئيس عبدالله حميدي د ماشومانو پر حقونو او ځانګړي ډول ددوې د تعليم پر حق هر اړخيزې خبري وکړي ، ماشومان يې د هيواد راتلونکى او ددټولنې لپاره تهدابونه ياد کړل ، پر ښوونکو يې سپارښتنه وکړه چې ددې تهدابونو اساس له اوس نه پاخه او کلک کيږدي .
د ازمویني په پايله کې شپږ تنو معيارې نمرې ترلاسه کړې چې درې تنه نارينه او درې تنه يې ښځينه زده کوونکې وې، چې د پوهنې ریاست لخوا په نغدي ډاليو ونازول شول.
هېره دې نه وي ، چې دا شپږ تنه ګټوونکي زده کوونکي به پلازمينې کابل ته د نورو سياليو لپاره چمتو کيږي په ملي سطحه به علمي سياليو کې برخه اخلي .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۶
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس هرات ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو د لوی رئیس محترم مولوي جنت‌ګل عزیز په مشرۍ پلاوي هرات ولایت ته سفر وکړ او هلته یې له پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني او د پوهنې ریاست د برنامو له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

په کاپیسا کې  یو شمېر ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه پیل شوه

د کاپیسا ولایت پوهنې مسوولینو په حضور کې، د یاد ولایت د ښوونځیو د ساینسي مضمونونو او ښوونیزې ټکنالوژۍ د ۱۲۶ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
تمه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۰
Background image

په کندوز کې د ښوونځیو کارکوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د کندوز ولایت د شاوخوا ۱۱۰ تنو ښوونکو، ۲۵ تنو مدیرانو او سرښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو ۱۰۰ تنو غړو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه.
د دغه برنامې موخه د ښوونکو او د ښوونځیو د. . .

BACK TO NEWS