د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس هرات ته سفر وکړ

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۶
4

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو د لوی رئیس محترم مولوي جنت‌ګل عزیز په مشرۍ پلاوي هرات ولایت ته سفر وکړ او هلته یې له پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني او د پوهنې ریاست د برنامو له آمرینو سره په یوه غونډه کې وکتل.
په یاده لیدنه کې، د هرات ولایت پوهنې رئیس پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د هغوی د کاري پروګرامونو د پرمخ وړلو لپاره د هر اړخیزې همکارۍ او اړینو اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړ.
د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس وویل، چې هرات ولایت ته یې د سفر موخه د خالي بستونو ارزونه او د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ښوونکو د ګومارنې بهیر د څرنګوالي ارزونه ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS