د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۲:۵۸
cxd

د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ اړوند آزادکوه لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې څه موده وړاندې د یوې همکارې ادارې په مالي مرسته د ۲۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۲۵۰۰ متره مربع ځمکې په ساحه کې چې د بغلان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي سیدحفیظ‌ الله معتصم بالله له خوا وقف شوې وه، د ودانیزو چارو تر بشپړېدو وروسته، د بغلان او فاریاب ولایتونو پوهنې رئیسانو او چارواکو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د فاریاب ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي حمیدالله ارشاد د علم او پوهې اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ویل: د ښوونځیو د ودانیو او ساختماني پروژو جوړول د پوهنې د پرمختګ او د ښوونیز کیفیت لاښه والي په لور یو مهم ګام دی.

ورپسې د بغلان ولایت پوهنې رئیس او د فاریاب ولایت علماوو شورا استازي د موضوع په اړه خبرې وکړې.

د یادونې وړ ده چې پورته ذکر شوې پروژه په دوو پوړونو کې په اساسي او معیاري ډول جوړه شوې، چې ۱۳ درسي ټولګي، اداري خونې، لابراتوار، د لمریزې برېښنا سیسټم، احاطوي دېوال، د اوبو یو حلقه څاه، اړین ملحقات او ۲۳۴ پایې مېزونه-څوکۍ لري، چې په یو وخت کې د شاوخوا ۵۰۰ تنو زده‌کوونکو ظرفیت لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۸
Background image

د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادتنامو ریاست د ډومین سیسټم طرحې په اړه غونډه ترسره شوه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق په مشرۍ، د نتایجو او شهادتنامو ریاست د ډومین سیسټم طرحې په اړه د اړوندو وزارتونو او ادارو د استازو په ګډون غونډه ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۶
Background image

د عامو خلکو لخوا پکتیا ولایت کې له یوې دیني مدرسې سره مرسته وشوه

د پکتیا ولایت پوهنې ریاست وايي چې د ځایي خلکو په همکارۍ، د یاد ولایت وزي‌ځدراڼ ولسوالۍ اړوند کلیة العلوم دیني مدرسې سره ۷۴۰زره افغانۍ مالي مرسته شوې ده.
د پوهنې چارواکو په وینا، یادې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۴
Background image

په دایکنډي ولایت کې د ۱۹ تنو کم‌سواده هېوادوالو لپاره د سواد زده‌کړې ټولګي جوړ شول

د دایکنډي ولایت پوهنې ریاست، د ۱۹ تنو م.جاهدینو او د زندان ساتونکو لپاره د سواد زده‌کړې ټولګي جوړ او تاسیس کړل.
یاد پروګرام چې په رسمي ډول د پوهنې چارواکو او د همدغه ولایت د زندانونو. . .

BACK TO NEWS